May 15, 2023 13:38 Asia/Kabul
  • په تهران کې د کتابونو نړیوال ۳۴م نندارتون د افغانانو لپاره د فکري ترڅنګ د کلتوري تغیر په مرکز بدل شوی دی

د ایران پلازمینه تهران کې د کتابونو ۳۴م نړیوال نندارتون پرانیستل شوی چې د افغانانو لپاره دغه نندارتون د فکري ترڅنګ د کلتوري تغیر په مرکز بدل شوی دی.

په تهران کې د کتابونو نړیوال ۳۴م نندارتون د افغانانو لپاره د فکري ترڅنګ د کلتوري تغیر په مرکز بدل شوی دی

د ایران پلازمینه تهران کې د کتابونو ۳۴م نړیوال نندارتون پرانیستل شوی چې د افغانانو لپاره دغه نندارتون د فکري ترڅنګ د کلتوري تغیر په مرکز بدل شوی دی.

له افغانستان څخه راغلی رئیس خان غرنی غواړي، په دې نندارتون کې د خپلې خوښې کتابونه واخلي او په افغانستان کې په ودونو کې د ګلونو ډالیو پر ځای د همدې کتابونو ډالۍ رواج پیل کړي.

هغه زیاتوي، فکري تغیر د کتاب لوست په وسیله رامنځته کیږي او د ایران اسلامي جمهوریت د کتاب نړیوال څلوردیرشم نندارتون په پرانیستلو سره د نړۍ د پیوستون بهترین اقدام وکړ، خو په راتلوونکې کې د افغانستان برخې د زیاتې غني کېدو غوښتنه کوي.

د کندهار سپین بولدک څخه عابد صدیقي د تهران د کتابونو نړیوال نندارتون ته راغلی، ترڅو پخپل کور کې جوړ شوي کتابتون ته مذهبي کتابونه واخلي او وایي، هر څه د مطالعې وروسته تر لاسه کولای شو.

جمشید د افغانستان د نیمروز ولایت څخه شل ورځې وړاندې تهران ته راغلی، هغه د خپلې سیمې د لیکوالانو لیکلي کتابونو په لټه کې دی، وایي، که هغه پیدا نکړي، نو د نورو ژبو او هېوادونو ښه کتابونه به هم د مطالعې لپاره واخلي.

د افغانستان هرات ولایت څخه احراري په دې نندارتون کې د نورو ژبو ترڅنګ په پښتو ژبه چاپ کړي ګڼ شمېر کتابونه نندارې ته اېښودلي.

په همدې نندارتون کې د اېښودل شویو پښتو کتابونو یو تن ژباړونکی دوکتور عبدالرحیم درانی وایي، په وروستیو کې د تهران په مرکز کې په پراخه کچه د پښتو کتابونو لیکلو، ژباړلو او چاپولو لپاره کار پیل شوی چې تر دا مهاله د نوموړي او نورو کسانو له لورې تر سلو زیات لیکلي او ژباړل شوي کتابونه ټولنې ته وړاندې شوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په دغه کتابونو کې د مذهبي، سیاسي او نورو برخو سربېره زیاته برخه یې پښتو ناولونه دي چې له نورو ژبو ژباړل شوي دي او د لوستلو په موخه د افغانستان او پاکستان پښتنو سیمو ته لیږل شوي.

په تهران کې د کتاب نړیوال نندارتون څلور دیرش کاله مخینه لري چې هر کال د نړۍ د بېلا بېلو سیمو او ژبو کتابونه نندارې ته وړاندې کیږي.

 

ټیګونه