ایران او روسیه د ازادو سوداګریو د هوکړې په لټه کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133108-ایران_او_روسیه_د_ازادو_سوداګریو_د_هوکړې_په_لټه_کې_دي
د ایران د سوداګریو د پراختیا د سازمان مشر اعلان وکړ چي ایران او روسیه غواړي چي د ازاد تجارت هوکړه لاسلیک کړي چي له مخې به یې د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګرۍ کچه خورا لوړه شي.
(last modified 2023-05-19T08:28:34+00:00 )
May 19, 2023 12:57 Asia/Kabul
  • ایران او روسیه د ازادو سوداګریو د هوکړې په لټه کې دي

د ایران د سوداګریو د پراختیا د سازمان مشر اعلان وکړ چي ایران او روسیه غواړي چي د ازاد تجارت هوکړه لاسلیک کړي چي له مخې به یې د دواړو هیوادونو تر مینځ د سوداګرۍ کچه خورا لوړه شي.

د ایران د معدن، صنعت او د سوداګریو د وزارت مرستیال او د سوداګریو د پراختیایي سازمان مشر علیرضا پیمان پاک د روسیې او ایران تر مینځ د روسیې په کازان کې په اقتصادي غونډه کې د دواړو هیوادو سوداګرانو او اقتصادي شرکتونو ته وویل: د ایران او روسیې تر مینځ د ازاد تجارت د هوکړې په مسودې کار روان دی، هیله ده چي دا هوکړه په راتلونکو میاشتو کې د دواړو هیوادونو د چارواکو له لورې لاسلیک او د پارلمان له لورې تائید شي.

هغه زیاته کړه چي د دې هوکړې په چوکآټ کې به د روسیې او د ایران  ۸۰ سلنه تولیدي توکې له مالیاتي لګښتونو او ګمرکاتو څخه معافیت تر لاسه کړي، همدارنګه د اوراسیا هیوادونه به هم له مالیاتو او ګمرکي تعرفو څخه معاف کړای شي.

پیمان پاک جوته کړه چي ایران په نظر کې لري چي د روسیې په لویو ښارونو کې ځانګړي سوداګریز مرکزونه جوړ کړي.