سیمې ته د وسلوصادرونکي د ایران له دفاعي قدرت اندیښنه لري
هغه حکومتونه په تیره بیا امریکا او فرانسه چی سیمې ته د وسلو د صادرونکیو په سر کې دي ، نن د ایران له دفاعي قدرت او پرمختګ اندیښنه څرګندوي .
د ایرنا له راپور سره سم ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په یوه ټویټ کې وویل هغه حکومتونه په تیره بیا امریکا او فرانسه چی سیمې ته د وسلو د صادرونکیو په سر کې دي ، نن د ایران له دفاعي قدرت او پرمختګ اندیښنه څرګندوي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي همداراز مخکې د خیبر په نوم د خرمشهر د بلاسټیک توغندي د څلورم نسل مخ کتنه د خپلواکه او د قدرتمن ایران د ملي ګټو او د امنیت په تامینولو کښې د ایران له عزت د ډک بهرني سیاست په څنګ کښې د دفاعي قدرت بله نښه بللی وه .
د خرمشهر له ازادیدا او د کرامت د لسیزې له مبارکو ورځو سره په یووخت د خیبر د نښې د مینځ ویشتونکی او لرواټنه سټراټيژیک توغندی د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاع وزیر محمد رضا اشتیاني په شتون سره نندرې ته وړاندې شو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل د خیبر په نوم سره د خرمشهر د بلاسټیک توغندیو د څلورم نسل مخه کتنه د خپلواکه او د قدرتمن ایران د ملي ګټو او د امنیت په تامینولو کښې د ایران له عزت څخه د ډک خارجي سیاست په څنګ کښې د دفاعي اقتدار بله نښه ده.
د خیبر په نوم توغندی چې د ایران د خرمشهر د توغندیو د کورنۍ نوی توغندی دی د مایع سونګو کارونکی توغندی دی او دوه زره کلومیټره واټن لري او یوزر پینځه سوه کلوګرامه خولۍ لري چې په سټراتيژیکو ځانګړنو لرلو سربیره له تاکتیکي ځانګړتیاو هم برخور دی.