د پاکستان پارلیمان له ایران سره د ګیس ګډه پروژه تعقیبوي
(last modified Sun, 28 May 2023 02:14:26 GMT )
May 28, 2023 06:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان پارلیمان له ایران سره د ګیس ګډه پروژه تعقیبوي

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي د ایران له اسلامي جمهوریت سره د انرجۍ له ګډې طرحې په ملاتړ سره د دواړو هیوادونو د ملګرتیا په وړاندې د لویدیځ په کړنلارې نیوکه وکړه.

د پاکستان د پارلیمان د احتساب کمیشن مشر نور عالم خان پرون ایرنا خبري آژانس ته په ځانګړې مرکه کښې زیاته کړه: د ایران د ګیس پروژه د پاکستان په ګټه ده او مونږ به په پارلیمان کښې له خپلو ګټو او د دې طرحې له تعقیبونې شاتګ ونه کړوو.

عالم خان د ایران د ګیس پایپ لاین د پروژې د نه بشپړولو په وجه د پاکستان د احتمالي جرمانې د څیړنې لپاره د پارلیمان د حساب کتاب د کمیشن د وروستۍ غونډې په یادولو سره وویل: د تړون له مخې که پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ۱۸ میلیارډ ډالر جرمانې ورکولو ته به مجبور شي خو د دې ستونزې وجه پاکستان نه دی بلکې امریکايي لوری یې باید ځواب ورکړي او که هغوي د دې طرحې مخالف دي نو طبیعي خبره ده چې جرمانه هم باید ورکړي.

هغه د مسلمانو هیوادونو په وړاندې د لویدیځ په دوه ګونې کړنلارې باندې نیوکې سره څرګنده کړه چې که امریکایان د انرجۍ په برخه کښې د هندوستان په شان نورو هیوادونو سره ملګرتیا ته لیواله دي نو له پاکستان کښې یې چلند ولې بدل دی؟

 

ټیګونه