د دښمن هر اقدام ته به کلک ځواب ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i133860-د_دښمن_هر_اقدام_ته_به_کلک_ځواب_ورکړو
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځمکنیو ځواکونو د قومندان مرستیال په دې خبرې سره چې د دښمن هر ډول اقدام ته به په کلکه ځواب ورکړو، وویل: نن ورځ د سپاه پاسدارانو ځمکني ځواکونه له شمال څخه تر سویل او د هېواد له ختيځ څخه تر لوېديځ پورې، قوي حضور لري او له دښمن څخه يې د هر ډول يرغل فرصت په لاس کې نيولى دى.
(last modified 2023-06-03T04:02:09+00:00 )
Jun 03, 2023 08:26 Asia/Kabul
  • د دښمن هر اقدام ته به کلک ځواب ورکړو

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځمکنیو ځواکونو د قومندان مرستیال په دې خبرې سره چې د دښمن هر ډول اقدام ته به په کلکه ځواب ورکړو، وویل: نن ورځ د سپاه پاسدارانو ځمکني ځواکونه له شمال څخه تر سویل او د هېواد له ختيځ څخه تر لوېديځ پورې، قوي حضور لري او له دښمن څخه يې د هر ډول يرغل فرصت په لاس کې نيولى دى.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځمکنیو ځواکونو مرستیال بریدجنرال "روح الله نوري" په دې خبرې په ټینګار سره چې د ځمکنیو ځواکونو دفاعي چمتووالی د افرادو او تجهیزاتو او د کمیت او کیفیت له پلوه، د سپېڅلي دفاع کلونو په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی دی زیاته کړه: د اسلامي انقلابي د سپاه پاسدارانو ځمکني ځواکونه د عصري وسلو، بې پیلوټه الوتکو، دقیقو توغندیو، معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ په کارولو سره، د هېواد له شمال څخه تر سویله او له ختیځ څخه تر لوېدیځ پورې قوي حضور لري.

جنرال نوري وویل: د دښمنانو نننۍ پېژندونکې جګړې بې ګټې او بې هڅې دي، چې د دوی د بشپړې تباهۍ لامل ګرځي او له همدې امله دوی په پوځي ډګر کې ناکامه شوې دي.

 د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ځمکنیو ځواکونو د قومندان مرستیال څرګنده کړه: د دغه هېواد تاریخ ښیې چې زموږ خلکو د بهرنیو دسیسو په مقابل کې خپل یووالی ساتلی دی.