ایران به په آژانس کې ددرستو دوسیو له حل مخکې هیڅ موافقه لاسلیک نه کړي
د ایټمي نړیوالو خبرواترو د مرکچي ټيم سلاکار محمد مرندي د لبنان له المیادین خبری چینل سره په خبرو اترو کې ووئيل،ایټمی موافقه تیاره ده او یوازې د اروپایانو دلاسلیک کیدا په تمه ده.
د ایران په ضد د بندیزونو په لغوه کونکو خبرواترو کې دایراني پلاوي سلاکار ددې خبرې په کولو سره چې تهران د موافقې له مسودې خبر شوی دی ټينګار وکړ،ایران د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې ددرستو دوسییو له حل مخکې هیڅ یوه موافقه نه لاسلیک کوي.
د ایټمي نړیوالو خبرواترو د مرکچي ټيم سلاکار محمد مرندي د لبنان له المیادین خبری چینل سره په خبرو اترو کې ووئيل،ایټمی موافقه تیاره ده او یوازې د اروپایانو دلاسلیک کیدا په تمه ده.
مرندي ووئيل د موافقې له مسودې خبر شوي یوو او په دې باب مو خپل ملاحظات اروپائي او امریکایی لورولپاره لیږلی دي ،خو هماغه شان د ځواب په تمه یوو.
هغه دې ته په اشارې سره چې نړیواله ایټمي موافقه باید داسې برابره شي چې د پخوانی موافقې په اپوټه چاته د دوکې اجازت ورنکړي ،روښانه کړه، لویدیځوال که وغواړي، موافقه لاسلیک کړي، نو ایران هم تیار دی ،خو هیڅکله به هم د دوي په تمه ونه ووسي.
مرندي ددې خبرې په کولوسره چې ایران د روسیې ،چین او هند پشمول له نورو هیوادوونو سره خپلې اړیکې پیاوړي کړي ، ټینمګار وکړ، د ایران دریځ بدل شوی نه دی او د ایټمی انرژۍ په نړیوال آژانس کې به د ټولو دوسیو له حل مخکې هیڅ ډول موافقه لاسلیک نه کړي.