د ایران ،چین او پاکستان تر مینځ ګډه غونډه تر سره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134098-د_ایران_چین_او_پاکستان_تر_مینځ_ګډه_غونډه_تر_سره_شوې
د ایران د اسلامي جمهوریت، چین او پاکستان تر مینځ ترهګرو سره د مبارزې په ډګر کې ګډه غونډه شوې ده.
(last modified 2023-06-08T03:04:12+00:00 )
Jun 08, 2023 07:30 Asia/Kabul
  • د ایران ،چین او پاکستان تر مینځ ګډه غونډه تر سره شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت، چین او پاکستان تر مینځ ترهګرو سره د مبارزې په ډګر کې ګډه غونډه شوې ده.

ایران له افغانستان او پآکستان سره په ګډو پولو کې له ترهګریزو بریدونو سره مخامخ دی. څه موده مخکې هم یو شمېر ترهګرو د پاکستان له خاورې په استفادې سره، په سراوان کې د ایران په سرحدي پوستې باندې برید وکړ او ۵ ایراني پوله ساتې ځواکونه یې شهیدان کړ.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل: ټروریزم سره د مبارزې په برخه کې د ایران، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه په بیجینګ کې تر سره شوې او ټاکل شوې ده چي ټروریزم سره د مبارزې په لړ کې یادې غونډې راتلونکو کې هم دوام وکړي.

د پاکستان په خارجه وزارت کې له ټروریزم سره د مقابلې د څانګې مدیر عبدالحمید، د چین د بهرنیو چارو د وزارت د امنیتي چارو مدیر بای تیان او د ایران د خارجه وزارت مرستیال سید رسول موسوي د مذاکره کوونکو پلاوو مشران وه.