باقري پرمختګ د سولې او ثبات لپاره ضروري وباله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134790-باقري_پرمختګ_د_سولې_او_ثبات_لپاره_ضروري_وباله
د ایران د بهرنیو چارو د  وزارت سیاسي مرستیال وویل:  دوامداره سوله او ثبات یوازې د سیمې د هیوادونو په پرمختګ او پراختیا سره ټینګېدایشي.
(last modified 2023-06-22T05:44:48+00:00 )
Jun 22, 2023 10:12 Asia/Kabul
  • باقري پرمختګ د سولې او ثبات لپاره ضروري وباله

د ایران د بهرنیو چارو د  وزارت سیاسي مرستیال وویل:  دوامداره سوله او ثبات یوازې د سیمې د هیوادونو په پرمختګ او پراختیا سره ټینګېدایشي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال علی باقری کنی دوحې ته په سفر کې له خپل سیال محمد الخلیفي سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د دوه اړخیزو اړیکو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران د خارجه وزارت سیاسی مرستیال په دغه لیدنه کې په سیمه کې د ثبات د ټینګېدو لپاره د دواړو هیوادونو کلک هوډ ته په اشارې سره، جوته کړه: دوام موندونکۍ سیمه ایزه سوله د سیمې په ټولوهیوادونو کې د پرمختګ لپاره د بیخ بنایې پروژو د پلي کولو په جدې ارادې کې نغښتې  ده.

باقری زیاته کړه: هغه سوله او ثبات چي د پرمختګ لامل نه شي، نه پایېدونکي او لنډمهاله وي.

د قطر د بهرنیو چارو سلاکار وزیر محمد الخلیفی هم د دواړو هیوادونو د اړیکو پیاوړتیا ته په اشارې سره، جوته کړه: ایران او قطر دواړه د سیمې د سولې او ثبات په برخه کې ملګرې دي.