امیر عبداللهیان:
ایران د اوکراین د کړکېچ هوارولو ته سیاسي حل لارې وړاندې کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین په برابر د تهران د دریځ په هکله وویل: ایران د جنګ مخالف دی او د دې کړکېچ د هوارولو لپاره سیاسي حل لاره وړاندې کړې ده.
د اوکراین د جنګ څخه د ۱۶ میاشتو په تېرېدو سره، لا د سولې هیڅ څرک نه لګیږي او اروپایي هیوادونو او امریکا اوکراین د وسلو په ورکولو سره، د جنګ په اور باندې تیل ورشیندي.
د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د جنګ له همهغه لومړیو ورځو څخه د روسیې او اوکراین تر مینځ د اختلافاتو د سوله ایز حل غوښتونکی شو.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن له خپل ډانمارکی سیال لورس لوکه راسموسن سره په ټلفوني ټماس کې، د اوکراین په شمول د مختلفو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.
د ایران خارجه وزیر وویل چي تهران په دې باور دی چي د جنګ هر یو لوري ته د وسلو ورکړه د جنګ د اور د لمبو د زیاتوالې او په سیمه کې د بې ثباتی لامل ګرځي او شخړې باید په سوله ایزو طریقو سره، هوارې شي.