ایران د اوکراین د کړکېچ هوارولو ته سیاسي حل لارې وړاندې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134916-ایران_د_اوکراین_د_کړکېچ_هوارولو_ته_سیاسي_حل_لارې_وړاندې_کړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین په برابر د تهران د دریځ په هکله وویل: ایران د جنګ مخالف دی او د دې کړکېچ د هوارولو لپاره سیاسي حل لاره وړاندې کړې ده.
(last modified 2023-06-26T04:59:13+00:00 )
Jun 25, 2023 13:10 Asia/Kabul
  • ایران د اوکراین د کړکېچ هوارولو ته سیاسي حل لارې وړاندې کړې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د اوکراین په برابر د تهران د دریځ په هکله وویل: ایران د جنګ مخالف دی او د دې کړکېچ د هوارولو لپاره سیاسي حل لاره وړاندې کړې ده.

د اوکراین د جنګ څخه د ۱۶ میاشتو په تېرېدو سره، لا د سولې هیڅ څرک نه لګیږي او اروپایي هیوادونو او امریکا اوکراین د وسلو په ورکولو سره، د جنګ په اور باندې تیل ورشیندي.

د ایران اسلامي جمهوریت د اوکراین د جنګ له همهغه لومړیو ورځو څخه د روسیې او اوکراین تر مینځ د اختلافاتو د سوله ایز حل غوښتونکی شو.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن له خپل ډانمارکی سیال لورس لوکه راسموسن سره په ټلفوني ټماس کې، د اوکراین په شمول د مختلفو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.

د ایران خارجه وزیر وویل چي تهران په دې باور دی چي د جنګ هر یو لوري ته د وسلو ورکړه د جنګ د اور د لمبو د زیاتوالې او په سیمه کې د بې ثباتی لامل ګرځي او شخړې باید په سوله ایزو طریقو سره، هوارې شي.