Jul 08, 2023 06:28 Asia/Kabul
  • باکو ته د امیر عبداللهیان سفر د فعالې او متوازنې ډیپلوماسۍ ښودنه کوي

په آذربایجان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په یوه ټویټ کې لیکلي چې باکو ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر او خبرې اترې او ملاقاتونه د ډیپلوماټیکې دستګاه د فعالې، متحرک او متوازنې ډیپلوماسۍ د یوې برخې ښودنه وکړه.

په آذربایجان کې د ایران سفیر سید عباس موسوي په یوه ټویټ کې ولیکل: په یو وخت کې د دوه اړخیزه او څو اړخیزه ډیپلوماسۍ پرمخ وړل  او آذرباجیان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو له ظرفیتونو څخه په ډک دوه ورځني سفر کې استفاده کول او د ګټورو او اغیزناکو خبرو او هوکړو ترسره کېدل، د فعالې، متحرک او متوازنې ډیپلوماسۍ دستګاه د یوې برخې ښودنه کوي.

د ځوانو ژورنالیستانو د کلب د خبر له مخې، امیر عبداللهیان د ناپییلي غورځنګ د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره باکو ته تللی او د دغه سفر په ترڅ کې یې د آذربایجان له ولسمشر الهام علي اف او همدارنګه د خپلو سیالانو سره یې لیدلي او خبرې وکړي دي.

ټیګونه