د زاهدان د ترهه ګرې پیښې پیدا او پټ اړخونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135506-د_زاهدان_د_ترهه_ګرې_پیښې_پیدا_او_پټ_اړخونه
دا په داسی حال کی ده چی په سیستان او بلوچستان کې د عبدالغفار نقشبندی په شان کسان چی په دغه ولایت کی د بهرنیو جاسوسی ادارو د عسکر رول لوبوه ، د سیستان او بلوچستان د خلکو د ارامښت او امنیت د ګډوډولو او بلواګانو رامینځته کولو کې مهم رول درلوده .
(last modified 2023-07-09T08:43:18+00:00 )
Jul 09, 2023 13:10 Asia/Kabul
  • د زاهدان د ترهه ګرې پیښې پیدا او پټ اړخونه

دا په داسی حال کی ده چی په سیستان او بلوچستان کې د عبدالغفار نقشبندی په شان کسان چی په دغه ولایت کی د بهرنیو جاسوسی ادارو د عسکر رول لوبوه ، د سیستان او بلوچستان د خلکو د ارامښت او امنیت د ګډوډولو او بلواګانو رامینځته کولو کې مهم رول درلوده .

 

دښمنانانو او د هغو لاسپوڅو عواملویوځل بیاپه داخلی انسجام اووحدت د ګوزار کولو په هدف ترهه ګر اقدام وکړ او په زاهدان ښار کی د اسلامی ایران د امنیت دوه مدافعان شهیدان شول .

د چنګاښ په سهار د زاهدان ښار د پولیسو په یوه مرکز په وسله واله حمله کې دوه پولیس شهیدان شول خو په نهایت کی د څلورو ترهه ګرو په هلاکت سره د پولیسو په تاڼې حمله پای ته ورسیده .

له دې سره سره چی تراوسه په رسمی توګه د دغې ترهه ګرې حملې د اصلي عواملو یا ډلې په اړه جزیات ندي اعلان شوي خو له اسلامي انقلابه وروسته کلونو تجروبه ښی چی دښمنانانو او د هغوداخلي عواملوتل د دغه انقلاب د هدفونو او ایډیال د تحقق د مخنیوی لپاره د ترور او تاوتریخوالی په شمول مختلفې رودې پرمخ نیولي دی تر څو له دې لارې د ایرانی ملت د پرمختګونو اووحدت خنډ شی .

په تیر یوه کال کې او د ایران په ځینو ښارونو کې د بلواګانو او نارامیو په رامینځته کیدا پسې  چی د ایران د اسلامی جمهوریت پرضد د یوه ترکیبی جنګ په چوکاټ کې دوام ومونده ، په شیراز کې د شاهچراغ او په زاهدان کی د ترهه ګرو پیښو په شان اقداماتو او همداراز د زاهدان د مکی جومات د امام مولوی عبدالحمید او عبدالغفار نقشبندی په شان د ځینو کسانو رول لوبول د درز او نارامیو په دوام کې لیدل کیدلی شی . د ۱۴۰۱ په لړکی د شاهچراغ په پیښه کې یوه وسله وال کس په شیراز کې د شاهچراغ سپیڅلی حرم ته په ورداخلیدا سره د زایرینو په لور ډزې وکړې چی په دغو ترهه ګرو عملیاتو کی ۱۵ کسان شهیدان شول او په لسګونو کسان هم ژوبل شول . په زاهدان ښار کې د ۱۴۰۱ کال ًپه تلی میاشتې کې هم ترهه ګرو عواملو او بلواګرو په پولیسو په وسله والې حملې سره ۱۹ کسان مړه او په لسګونو هم ژوبل کړل .

دا په داسی حال کی ده چی په سیستان او بلوچستان کې د عبدالغفار نقشبندی په شان کسان چی په دغه ولایت کی د بهرنیو جاسوسی ادارو د عسکر رول لوبوه ، د سیستان او بلوچستان د خلکو د ارامښت او امنیت د ګډوډولو او بلواګانو رامینځته کولو کې مهم رول درلوده . په دغه ولایت کی د وحدت د یوه چارجی مولوی جنګی زهی په ترور کې ګډون په هغو دوسیو کی شامل دی چی له دښمنوچینلونو سره د نقشبندی ارتباط ډیر ښه جوتوی .

په عین حال کې د زاهدان د مکی جومات د امام مولوی عبدالحمید خبرې او دریځونه هم له تیر کال راهیسې  تل د ټولنې د فضاد خرابولو او شکونو رامینځته کولوپه لړ کې دي ، د بیلګې په توګه هغه د سیستان او بلوچستان د پولیسو له عواملو سره د جرمونو په تړلو سره د اجتماعي فضا په ګډوډولو او ځینې کسان د امنیتي اوپولیسو ځواکونو په وړاندی په راوستلو سره نیغ په نیغه رول لوبولې دې .

همداراز داسې ښکاری عبدالحمیدله مذهبي او قومي مسایلو د موضوع په جوړولو او د حقوقو غوښتنې او ازادۍ په شان له مسایلو سره د هغو په تړلو سره زیاتره په بهیر جوړونې ، د قومیتونو په لمسولو او په نهایت کی د بلوا او ناارامۍ په رامینځته کولوپسې دې چی نښې نښانې یې د سیستان او بلوچستان ولایت د وروستیو میاشتو په پیښو او بدلونونو کې لیدل کیدلې شی .

روښانه ده چی د مولوی عبدالحمید له لوری د داسې رویه دوام به د ټولنې په امنیت او ملی کوټلیتا له ګوزار ورکولو او کرکې خورولو پرته بله نتیجه ونلری .

پر دې اساس د هغې فتنې اور چی د تیرکال له مني بل شو تراوسه دوام لری او په ځینو ټریبونونو او څرګندونو کې ورته لمن وهل کیږی ، په همدې دلیل دځینو ناارامیو په دوام او حتی په سیستان او بلوچستان کې د ترهه ګرو پیښو په رامینځته کیدا کې د هغو په رول سترګې نشی پټیدلې .

پای