وحیدي وایی استخباراتي ادارې به ترهه ګر پرنږدي
ښاغلی وحیدي زیاته کړه د زاهدان پیښه ترهه ګر اقدام وو او په حقیقت کی دغه کسان د عادی خلکو په توګه ورداخل شول او بیا یې یو ترهه ګر اقدام وکړ .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د زاهدان په تاڼې کې د ترهه ګرې پیښې په اړه د ترهه ګرو ډلګیو اقداماتو ته په خبرداری سره وویل هغه ترهه ګرې ډلګۍ چی داسې ترهه ګر فعالیتونه لري استخباراتي او پولیسو ادارې به یې پرنږدي .
ښاغلی وحیدي زیاته کړه د زاهدان پیښه ترهه ګر اقدام وو او په حقیقت کی دغه کسان د عادی خلکو په توګه ورداخل شول او بیا یې یو ترهه ګر اقدام وکړ .
د ایران د کورنیو چارو وزیر جوته کړه له ګاونډی حکومت تمه لرو چی د پولو ساتنه او هغه کنټرول کړی او له هغو کسانو سره چی له پولو وراخوا راغلی وو ، چلند کیږی .
د جولای په اتمه نیټه د زاهدان ښار د پولیسو په یوه مرکز په وسله واله حمله کې دوه پولیس شهیدان شول خو په نهایت کی دټولو ترهه ګرو په هلاکت سره د پولیسو په تاڼې حمله پای ته ورسیده .