کرزي له افغانستان سره د ایران د ملګرتیا د زیاتیدا غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره په کتنه کښې د افغانستان د ځوانانو لپاره د ایران د زده کړې د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کښې د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کښې په تیرو څو لسیزو کښې د میلیونونو افغان کډوالو د میلمستیا او دغه راز د افغانستان د زلمیو او د ځوانانو لپاره د زده کړې او د روزنې د زمینې د برابرولو او د افغانستان له خلکو سره د مرستې کولو په خاطر د ایران قدرونه وکړه.
کرزي په داسې حال کښې د ایران د زده کړې د ملګرتیاو د زیاتولو غوښتنه کړي وه چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه د بره کلاسونو انجلۍ او دغه راز د پوهنتون محصیلینې د زده کړې له دوام څخه منع کړي دي.