امیر عبداللهیان د ایران او پاکستان ترمنځ ۵ میلیارد یورو ته د تبادلې پر لوړولو ټینګار وکړ
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: ایران او پاکستان د تبادلې د زیاتولو لپاره پنځه میلیارده یورو يي هدف ټاکلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د دغه سفر موخه د ایران او پاکستان ترمنځ د پخوانیو تړونونو د عملي کولو بهیر چټکول، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا تمرکز، په راتلونکي افق کې د پرمختګ لپاره پلان جوړونه، د لاسلیک شویو همکاریو سندونو تعقیبول او د دواړو هېوادونو د ګډو سیاسي او امنیتي اندېښنو څېړل، د ګاونډیتوب د پالیسۍ د پراختیا په چوکاټ کې ترسره شول.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ د مرستیال "مهدي صفري" په مشرۍ د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو اقتصادي پلاویو د غونډې په پای کې مو د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پنځه کلن ستراتیژیک پلان د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډه کتنه کې دغه سند لاسلیک کړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو او خبرو اترو یادونه هم وکړه.