د ایران د تیلو تولید زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137070-د_ایران_د_تیلو_تولید_زیات_شوی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر «جواد اوجي» هره ورځ د کابو درې اعشاریه دوه میلیونه بیرله د تیلو د تولید خبر ورکړ.
(last modified 2023-08-14T02:02:29+00:00 )
Aug 13, 2023 12:15 Asia/Kabul
  • د ایران د تیلو تولید زیات شوی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د تیلو وزیر «جواد اوجي» هره ورځ د کابو درې اعشاریه دوه میلیونه بیرله د تیلو د تولید خبر ورکړ.

شمیرنې وايي د تهران پرضد د امریکا له بایکاټونو سره سره په تیرو کلونو کښې تل د ایران د تیلو تولید زیات شوی دی.

د ایران د تیلو وزیر جواد اوجي په دې خبرې سره چې د روان هجري لمریز کال(۱۴۰۲) د زمري د میاشتې په پاې کښې د ایران د اومو تیلو تولید درې میلیونه او درې لکه بیرلو ته رسیږي وویل روان کال به د پینځلس میلیارډه ډالرو په لګښت پروژې چې بشپړه شوي نه دي بشپړه شي.