Aug 25, 2023 06:09 Asia/Kabul
  • په بریکس کې د ایران غړیتوب د امریکا له یو اړخیزتوب سره مخالفت دی

 د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په بریکس کې د ایران رسمي غړیتوب، د دغې ډلې د درېځونو د پیاوړي کېدو او د امریکا له یو اړخیزتوب سره مخالفت یاد کړ.

زموږ د خبریال د خبر له مخې؛ د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د بريکس ډلې د پنځلسمې غونډې په څنډه کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د کتنې په ترڅ کې، په بریکس کې د ايران غړيتوب د دغې ډلې د اصولو د ټينګولو په ګډون، د امریکا له یو اړخیزتوب سره مخالفت یاد کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او چین ترمنځ اوسنیو موافقو ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۲۵ کلنو ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې د دغه تړون پر اجرا ټینګار وکړ .

په دغه کتنه کې د چين ولسمشر شي جين پينګ هم په بريکس کې د ايران د غړيتوب له امله په مبارکي سره وويل: چين چمتو دی چې د څو اړخيزو همکاريو د پياوړتيا او د څو اړخيز بهير د پياوړتيا لپاره په بېلا بېلو پلاتفورمونو کې د همکارۍ د پراختيا لپاره هلې ځلې وکړي.

 

ټیګونه