رئیسي د تکوانډو په آسیايي سیالیو کښې د ایراني ماشومانو د اتلولۍ مبارکي وویله
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې په لبنان کښې د آسیايي ماشومانو د تکوانډو د سیالیو په پنځم پړاؤ کښې د نجونو د ملي لوبډلې د اتلولۍ او د هلکانو د ملي ټیم د دویم مقام ګټلو مبارکي ورکړه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په یو پیغام کښې په لبنان کښې د آسیايي ماشومانو د تکوانډو د سیالیو په پنځم پړاؤ کښې د نجونو د ملي لوبډلې د اتلولۍ او د هلکانو د ملي ټیم د دویم مقام ګټلو مبارکي ورکړه.
د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په پیغام کښې راغلي دي: په لبنان کښې د ماشومانو د تکوانډو د سیالیو په پنځم پړاؤ کښې زمونږ د هیواد د جینکو د ملي ټیم ویاړمنه اتلولي او د هلکانو د ملي لوبډلې د دویم مقام ترلاسه کولو یوځل بیا د اسلامي وطن د اولادونو وړتیا نندارې ته وړاندې کړه او د ویاړ لامل شول.
دا هیله مندوونکې بریا، د یو توانمن او مخ په ودې ولس روښانه نښه ده چې په خپلو لوړو ګامونو سره په بیلابیلو ډګرونو کښې د ویاړ د قلاګانو د فتح کولو لپاره بې وقفې هلې ځلې کوي.
د دې پیغام په پاې کښې راغلي دي: زه د ایران ستر ولس ته د دې بریا په مبارکۍ سره، د دې سپورټي برخې د کارکوونکو، روزونکو او لوبغاړو قدرونه کوم او د ورزش او ځوانانو له وزارته غواړم چې د خپلو ملاتړونو په زیاتولو سره، د هغوي د لاډیرې ودې او ویاړمنۍ زمینې له مخکښې نه زیاتې چمتو کړي.