په ایران کښې د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس پیل شو
(last modified Sun, 01 Oct 2023 06:19:32 GMT )
Oct 01, 2023 10:49 Asia/Kabul
  • په ایران کښې  د اسلامي وحدت نړیوال کانفرنس پیل شو

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي وحدت اوه دیرشم نړیوال کانفرنس د اسلامي ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون سره په تهران کښې پیل شو.

په تهران کښې د اسلامي وحدت د  اوه دیرشم نړیوال کانفرنس حضوري برخه نن د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون سره پیل شوه  او د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام حمید شهریاري د دغه کانفرنس پروګرامونه اعلان کړل.

د اسلامي وحدت د نړیوال کانفرنس د اینټرنیټي غونډو برخه چې په دیارلس سوه نهه نویم هجري لمریز کال کښې په درې دیرشم کانفرنس کښې د کورونا ویروس له خپریدا سره په یووخت د حضوري برخې ځاې ناستي شوه وه هماغه راز دوام لري چې د سپتمبر د میاشتې له اتویشتمې نیټې څخه د دوه سوه څلویښتو پوهانو په شتون سره د شپاړسو اینټرنیټي غونډو په چوکاټ کښې پیل شوه او په هرې اینټرنیټي غونډې کښې په ټولنیزو اینټرنیټ پانو اینټرنیټ شبکو کښې پینځلس داخلي او خارجي پوهان ویناوې کوي.