د تهران او ریاض اړیکې په خپلې لارې روانې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د عربستان د الاتحاد او د ایران د سپاهان فټبال کلبونو ترمینځ د سیالۍ د پيښو په هکله وویل چې د تهران او ریاض اړیکې په خپلې سمې لارې روانې دي پریښودل نه دي پکار چې فټبال په سیاسي اړم بدل شي.

د ویلو ده چې د ایران په اصفهان ښار کښې د دوشنبې په ماښام د ایران د سپاهان او د عربستان د الاتحاد لوبډلو سیالي د عربستاني ټیم د یو عجیبه او غیرمسلکي حرکت په وجه لغو شوه او په دې اړه مختلفې ګونګوسې رامینځته شوې.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان نن د کابینې د غونډې ترڅنګ خبریالانو ته وویل چې د یادې سیالۍ د لغو کیدو په وخت د عربستان له خارجه وزیر سره په اړیکه کښې و.
امیرعبداللهیان د ای، ایف، سي په نامه د آسیا فټبال کنفډریشن ته سپارښتنه وکړه چې د دې پیښې په هکله په تخنیکي بنیاد نظر وکري.
د ایران خارجه وزیر ټینګار وکړ، د ایران او عربستان ترمینځ دا موافقه شته چې دغه لوبه د دواړو لورو د موافقې وړ وخت کښې ترسره شي.
هغه هم داشان د دې پوښتنې په ځواب کښې چې امریکې ویلي دي ایټمي موافقې ته ستنیدو ته هیڅ ګروهنه نه لري، په زغرده وویل چې امریکایان په ریاکارۍ سره عمل کوي.
امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې ایران د ډپلماسۍ او مذاکرې په لاره روان دی او چې څنګه موافقې ته نزدې شو، خبر به یې خپور کړو.