Oct 19, 2023 15:58 Asia/Kabul
  • د فلسطیني شهیدانو وینه به د نړۍ اوسنی نظم له مینځه یوسي

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل هغه څه چې نن سبا په غزې تړانګې او د فلسطین د مظلوم ملت پرضد د رامینځته کیدا په حال کښې دي د لویدیځو هیوادونو د ادعا وړ د مدنیت ، د ازادۍ او د بشري حقوقو نښه ده.

هغه د ایران د روغتیا د نظام  د فعالانو د  درنښت او د بریاو د قدرونې په غونډې کښې د فلسطین د غزې تړانګې د شهیدانو روح ته د احترام د کولو په ترڅ کښې وویل هغه غصه او نفرت چې نن سبا په دنیا کښې په ټولو ملتونو او په ټوله عقایدو او باورونو کښې رامینځته شوی دی د نړیوال نا عادلانه نظم له کبله دی چې پکښې په ماشومانو او ښځو باندې دا ډول ظلم کیږي او د ظالم او د مظلوم ځای بدلیږي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  په دوام کښې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د حملو د  بندولو د پریکړه لیک ویټو کول له فلسطینیانو بلکې له بشریت سره دوه چنده ظلم وباله او ډاګینه یې کړه نن سبا د فلسطین د مظلومانو د دفاع بیرغ چې وینه یې د سلطه ګرانو چې په سر کښې یې ستره شیطانه امریکا ده د سلطې غوښتنې ، د استکبار او د زیات غوښتنې په خاطر تویه شوي ده د ایران د اسلامي نظام لخوا پورته کړی شوی دی.

هغه په دوام کښې په غزې کښې رامینځته کیدونکي غمیزې د امریکا د صهیونیسټ رژیم او د هغه د ملاتړو لخوا د بشریت پرضد جنایت او نسل وژنه وبلله او ویې ویل مونږ باوري یوو چې د فلسطین د مظلومو شهیدانو وینه به په پریکنده توګه د نړۍ اوسنی نظم له مینځه یوسي او په دنیا کښې به عادلانه نظام ټینګ کړي.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه