صهيونيسټي رژيم په غزه کې د نسل وژنې په حال کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i140570-صهيونيسټي_رژيم_په_غزه_کې_د_نسل_وژنې_په_حال_کې_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې وویل: صهیونیسټي رژیم په غزه کې د نسل وژنې په حال کې دی.
(last modified 2023-10-27T07:52:39+00:00 )
Oct 27, 2023 02:58 Asia/Kabul
  • صهيونيسټي رژيم په غزه کې د نسل وژنې په حال کې دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې وویل: صهیونیسټي رژیم په غزه کې د نسل وژنې په حال کې دی.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې، د اسرائیلو له غاصب رژیم څخه د امریکې او یو شمېر اروپایي هېوادونو پر ملاتړ په نیوکې سره وویل: امنیت شورا د سولې په تامین کې پاتې راغلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د نړیوالو قوانینو او د عمومي اسامبلې د پریکړه لیکونو پراساس، د فلسطین خلک له نیواک سره د مبارزې مشروع حق لري.

د ایران د ډیپلوماتیکو خدمتونو مشر دې زیاته کړه:  د امنیت شورا له خوا د فلسطین د خلکو د برخلیک ټاکلو لپاره د کوششونو د ناکامۍ اصلي عامل امریکا ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: دغه رژیم د جنسي تیري، د بشریت ضد جنایتونو او نسل وژنې په ګډون، ټول جنایتونه کړي دي او هېڅ قانون ته غاړه نه ږدي.

امیرعبداللهیان وویل: په دغو شخړو کې د امریکې مستقیم ګډون او له صهیونیسټي رژیم څخه د هغه مالي او پوځي ملاتړ، د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ورزي ده.

د ایران د دیپلوماتیکو نظام مشر همدارنګه د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې د یوه پیاوړي پریکړه لیک د تصویبېدو او په سمدستي توګه د ملکیانو د تاوتریخوالي او نسل وژنې د بندولو او د غزې خلکو ته د بشردوستانه مرستو د لېږلو غوښتنه وکړه.