د ایران له خارجه وزیر سره د طالبانو د اقتصادي پلاوي کتنه
Nov 05, 2023 11:52 Asia/Kabul
د افغانستان د طالبانو د حکومت د موقته کابینې مرستیال چې د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی دی، د ایران له خارجه وزیر سره یې ملاقات وکړ.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د موقته کابینې مرستیال چې د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته راغلی دی، د ایران له خارجه وزیر سره یې ملاقات وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د موقته کابینې اقتصادي مرستیال «ملا عبدالغنی برادر» د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په کتنه کښې، د دوه اړخیزې ملګرتیا د پراختیا لارې چارې وڅیړلې.
د ایران او افغانستان د خلکو ښې اړیکې، ایران ته د افغانستان د خلکو تګ راتګ او په ایران کښې د څه باندې څلور میلیونه افغان کډوالو شتون سبب شوی چې افغانستانیان، د ایران اسلامي جمهوریت خپل دویم وطن وګڼي.
ټیګونه