امریکا د فلسطین په غزې کښې د اوربند مخه نیولي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ: امریکا د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند مخه نیولي ده او نن سبا دنیا باید د امریکا اصلي او حقیقي څیره وپیژندي.
د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم له وحشیانه او جنایتونو ډکو حملو وروسته د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په یوشمیر ډيپلوماټیکو خوځښتونو او د اسلامي هیوادونو له مشرانو سره په حضوري او ټیلي فوني خبرو کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د بیړنۍ غونډې د ترسرسره کول تعقیبول چې دغه غونډه د اسلامي ملګرتیا موسسې د پړاویز مشر په کوربه توب نن په ریاض کښې ترسره کیږي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي نن د اسلامي ملګرتیا موسسې د مشرانو په غونډې کښې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته لاړ.
هغه نن د تهران له مهراباد هوايي ډګر څخه عربستان ته له روانیدا مخکې ریاض ته د خپل سفر د هدفونو په هکله وویل په ټوله نړۍ کښې د فهم، درک او تفکر ټول خاوندان؛ هغه کسان چې د میلیونونو په شمیر کښې واټونو ته راووتل د صهیونیسټ رژیم له ظلم او د دوې له شعارونو څخه لوړ دي له هغو ملاتړونو څخه چې امریکا یې له د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د نسل کشۍ کوي د بشریت پرضد جنایت او د جنګي جنایت کامل مصداق دی او د دوې شعار لوړ دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي زیاته کړه د دغه جنګي ماشین سونګ چې په غزې تړانګه کښې یې لري امریکا برابروي، جنګي ماشین د امریکا په اختیار کښې دی او اقدامات هم امریکايي دي.
هغه وویل په اسلامي ملګرتیا موسسې کښې د فلسطین د موضوع پلان د فلسطیني هیواد د جوړیدا اصلي فلسفه ده او باید کار د ټولو مشرانو په جدیت سره تعقیب کړي.