د ایران او نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه:-
(last modified Wed, 15 Nov 2023 07:20:18 GMT )
Nov 15, 2023 11:50 Asia/Kabul
  • د ایران او  نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه:-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې خوږو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ

نن به لومړۍ د تهران چاپ «کیهان» ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

په ایران کښې د فلسطین د حماس غورځنګ استازي خالد قدومي د مستضعفینو د نړیوالې ټولنې په دریمې غونډې کښې وویل د عزالدین القسام غونډ د ځواکونو د اعلان پراساس له تیرې یوې میاشتې راهسې د حماس جنګیالیو د اسرائیلو له شپږسوه مرکاوا ټانکونو څخه یوسل دوه اتیا تباه کړي دي.

د امریکا فوربس مجلې وویل چې روسیې د ایران او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ ایران انتخاب کړی.

په غزې باندې له بمباریو سره په یووخت د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید حسین بدرالدین حوثي له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره د زرګونو یمنوالو د چمتو کیدا خبر ورکړ او ویې ویل مونږ د نیواکي ټاټوبو( اسرائیلو ) په جنوب باندې څو ځله د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي دي او دغه حملې به بیا وکړو.

ځینې خبرو سرچینو وویل د عراق د پارلمان مشر «محمد حلبوسي» د مالي فساد په جرم د فیډرال محکمې لخوا له کاره څنګ ته کړی شو او له پارلمان څخه وویستل شو.

د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو رژیم جنایتونو ته په غبرګون کښې د لیبیا د پارلمان غړیو په یوه خوله له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا جرم بللو ته رایې ورکړې.

د فرانسې د سیاسي علومو یوه کارپوه «هلن لیڼدمور»، په خپل هیواد کښې ډیموکراسۍ کړکیچ ځپلي وبلله او په اساسي قانون  کښې له اصلاحاتو پرته په فرانسې کښې د یوه انقلاب د رامینځته کیدا د خطر په هکله یې  خبرداری ورکړ.

انګلستان او فرانسه د اوکراین د ژغورولو لپاره اخري هڅې کوي او رسنیو راپور ورکړی چې لندن او پاریس د روسیې د پوځ له نویو حملو سره د مقابلې لپاره د اوکراین زرګونو پوځیانو ته روزنه او ټرینینګ ورکول پیل کړي دي.

ډیرې لویدیځ چارواکي او کارپوهان باوري دي چې اوکراین اوسنی جنګ بایللی دی.

د انګلستان «ډیلي میل» ورځپاڼې د لومړي ځل لپاره د امریکا په سپینې ماڼۍ کښې  د موبائیل ټیلي فون د کیښودلو په یوه ځاې کښې د کشف شویو کوکائینو د عسکونو په خپرولو سره وویل د ریپبلیکن ګوند غړي وايي چې دغه نشه ئیز مواد د ولسمشر جوبایډن د زوي« هانټر بایډن» دي.

امریکا د لبنان د اسلامي مقاومت د غورځنګ حزب الله له مشر حسن نصر الله څخه غوښتنه کړي ده چې مونږ د صهیونیسټ رژيم د اټومي تاسیساتو د ساتلو لپاره چمتو یوو او په اسرائیلو کښې زمونږ په ځواکونو حملې ونکړې.

د لبنان یوې ورځپانې د خبرې سرچینې وویل د امریکا لخوا دغه پیغام د یوه دریم چینل له لارې د لبنان حزب الله ته استول شوی او ویل شوي دي چې د امریکا پوځيان یوازې د اسرائیلو د اټومي تاسیساتو د ساتلو لپاره هلته ورغلي دي.

د پاکستان سیاسي ګوندونو له قانوني مدرکونو پرته د افغانستان د پناه غواړو او د کډوالو د ایستلو د بهیر د بندولو غوښتنه وکړه او په دې زمینه کښې د فیصلې د ترسره کولو کار یې منتخب حکومت ته د سپارلو غوښتنه وکړه.

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو.

د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د هیوادونو مشرانو ته په یوه لیک د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم بمباریو ته په اشارې سره چې تراوسه د څه د پاسه یولس زره(۱۱۰۰۰) کسانو د شهادت سبب شوي دي ټینګار وکړ د ټولو ازادي غواړو حکومتونو او د نړیوالو او د سیمه ئیزو موسسو انساني او قانوني دنده دا ایجابوي چې د غزې تړانګې د وسیدونکو پرضد د پوځي حملو په کامل او سمدستي ډول د بندولو لپاره اغیزشیندونکي اقدامات ترسره کړي.

د فلسطین د حماس غورځنګ طوفان الاقصی عملیاتو څرنګه معادلات د فلسطین په ګټه بدل کړل؟

د طوفان الاقصی عملیات د لویدیځو هیوادونو په مرستې سره د صهیونیسټ رژیم د پلان پرضد چې اراده یې لرله له عربو هیوادونو سره د اړیکو د عادي کیدا په سیوري کښې مقاومت ته ګوزار ورکړي د مقاومت چورلیز وارمخکې اقدام و.

د نړیوالو  مسائیلو کارپيژاند «محمد اسماعیلي» وویل د فلسطین د غزې تړانګې د ودانیو او د کورنیو ړنګیدل د لویدیځو هیوادونو د سیاسي تفکر او د اروپايانو د تمدن نړیدل دي او نن سبا په هر یوه هیواد او هرې سیمې کښې یو پتیالی او بې غرضه انسان په ښه ډول په لویدیځو هیوادونو باندې د واکمن سیاسي تفکر حقیقي څیره لیدلای او په اړه قضاوت کولای شي.

د اسرائیلو یوې ښاریزې «الیزابت تسورکوف» چې څه موده مخکې د عراق استخباراتي ادارې په بغداد کښې د جاسوسۍ په جرم نیولي وه اعتراف وکړ ما د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای(CIA) او د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد(MOSSAD) د جاسوسې په توګه د عراق د شیعه مسلمانانو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوله.

د ارمنستان رسنیو ادعا وکړه اذربایجان جمهوریت فیصله کړي ده د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو په ارزښت په یوې تړون کښې له جنګي الوتکو او بې پایلوټه الوتکو سره د مقابلې لپاره د صهیونیست رژيم جوړ د« باراک ایم ایکس» په نوم هوايي دفاعي سیسټم واخلي.

د امریکا مشهور میلیارډر «ایلان ماسک »وویل اروپا ممکنه ده چې د کډوالو د حالت په دلیل له یوه کورني جنګ سره مخامخ شي.

هغه د یوې ویډیو په هکله چې په لندن کښې د ځايي خلکو او د مهاجرنیو ترمینځ جګړه ښيي وویل داسې ښکاري چې اروپا د یوه کورني جنګ په لور د حرکت کولو په حال کښې ده.

د امریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې ایشوا کړه چې په عراق او سوریې کښې د واشنګټن په اډو باندې د حملو زیاتیدا د امریکا په پوځ کښې د هوايي دفاعي سیسټمونو د کمښت سبب شوي ده.

د عراق د نجبا اسلامي مقاومت غورځنګ مشر شیخ اکرم الکعبي په یوه پیغام کښې په اسرائیلو کښې په صهیونیسټي هدفونو باندې د دقیقې او د  بریالۍ حملې خبر ورکړ.

او د لیبیا پارلمان له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کول جرم  وپيژندل.

()

عزتمنو دوستانو اوس به د ځینې بهرنیو نړیوالو ورځپاڼو مهمو ټکو ته اشاره وکړو.

()

مېل انلاین ورځپاڼې راپور ورکړی  افغانستان په کراچۍ بندر کې د زرګونه کانټینرونو د ازادولو غوښتنه کړې.

مېل انلاین ورځپاڼه لیکي، افغانستان له پاکستانه غوښتي چې د کراچۍ له بندره په زرګونو کانټینرونه آزاد کړي.

د فرانس‌پرېس اژانس په راپور کې چې دې ورځپاڼې پرون سې شنبې خپور کړی ویل شوي چې افغانستان له پاکستانه د مالونو د وارداتو د هغو په زرګونو کانټینرونو د ازادولو غوښتنه کړې چې پر نړیوالو کارګوګانو  باندې د اسلام آباد له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.

 

د راپور له مخې پاکستاني چارواکي وایي، دوی د دغو وارداتي مالونو له پلوه چې له ګمرکې تعرفو او مالیو پرته افغانستانه ته استول کېږي، میلیونونه ډالر له لاسه ورکړي دي  ځکه د دوی په خبره دغه مالونه بېرته له قاچاقي لارو پاکستان ته راوړل کېږي.

خو افغان چارواکي وایي، پاکستان په کراچۍ بندر کې څه باندې درې زره کانټینرونه بند کړي او د زیاتې مالیې او ګمرکي تعرفو غوښتنه کوي چې دې کار سوداګرو ته په میلیونونو ډالر تاوان رسولی دی.

په مېل انلاین کې وړاندې راغلي چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د سې شنبې په ورځ اسلام آباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبرې وکړې.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی، په یوه بیان کې ویلي چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر ټرانزیټي ستونزو خبرې وشوې.

ټرانزیټي ستونزه یوه له هغو ستونزو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي کړي دي.

د اسلام آباد او په کابل کې د واکمنو طالبانو ترمنځ پر ترینګلو اړیکو د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې هم سیوری غوړولی چې ټول بې‌اسناده افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې باسي او افغانستان ته یې استوي.

 

پاکستاني چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې له درې لکه زیات افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې د دوی اکثریت یې په زوره ایستل شوي دي.

()

امریکایۍ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه امریکایي بندي برخلیک ته پام اړولی او لیکي، ریان کاربیټ له خپل یوه جرمن همکار سره د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو کال پوره شوی و، د افغانستان د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته تللي و.

دوی دواړو هلته دومره زیات وخت نه و تېر کړی چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

والسټریټ ژورنال وړاندې لیکي، ۴۰ کلن کاربیټ او د هغه همکار طالبانو د مسیحیت لپاره په تبلیغ کولو تورن کړل، هغه تور چې د کاربیټ او د هغه د همکار کورنیو رد کړی.

د ورځپاڼې په لیکنه په سپټمبر میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کاربیټ په غلطه نیول شوی، هغه عبارت چې د حکومت په لوړه کچه ډیپلوماتیکې او استخباراتي سرچینې آزادوي ترڅو د تبادلې یا نورو وسیلو له لارې د متحده ایاالتو د اتباعو خوشې کول خوندي کړي.

د والسټریټ ژورنال په لیکنه دا به د دغه امریکایي د ازادولو لپاره چې پنځلس میاشتې په افغانستان کې له طالبانو سره بندي دی، د امریکا د هوډ یوه آزموینه وي چې په څه ډول په دې اړه له طالبانو سره خبرې مخ ته وړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ډیرو عزتمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه نور له تاسو اجازه غواړئ خوښ وسئ