ایران دوه نوي توغندي جوړ کړي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان «امیر البحر علیرضا سنګسري» له کروز توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره د مقابلې لپاره په ایران کښې له هوا څخه ځمکې ته د دوو ویشتونکو توغندیو د جوړولو خبر ورکړ.
هغه وویل له کروز توغندیو او بې پایلوټه الوتکو سره د مقابلې لپاره له هوا څخه ځمکې ته د ویشتونکو دوو توغندیو د جوړولو لپاره د سپاه پاسداران د سمندري ځواک تر ټولو نوي بریا څلور کلومیټره او اولس کلومیټره واټن لري چې همدا اوس د تولید مرحلې ته رسیدلي دي.
هغه وویل په دنیا کښې د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د توغندیو وړتیا بې مخینې ده چې له مصنوعي هوش څخه په استفادې سره کولای شي تر دوه زره کلومیټره واټن پورې هدفونه په دقت سره وولي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا سنګسري په دې خبرې سره چې نن سبا دغه ځواک د کشتیو د جوړولو په زمینه کښې لوړ ګامونه پورته کړي دي وویل د شهید سلیماني، د شهید صیاد شیرازي او د شهید حسن باقري کشتیانې د دغو بریاو بیلګه ګنل کیږي.