Nov 28, 2023 11:44 Asia/Kabul
  • د ایران او خارجي ورځپآڼو ته کتنه:-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ «کیهان» ورځپاڼه وګورو.

د صهیونیسټ رژیم پوځ چې له تیر کال راهسې له کورنیو کړکیچونو سره مخامخ دی  د غزې تړانګې په اوسني جنګ کښې له هم مشکلاتو سره مخامخ شوی په دې ډول چې کابو دوه زره اسرائیلي عسکرو او سربازانو چې د جنګ میدان ته ورغوښتل شوي دي په اوسني جنګ کښې د ګډون له دوام څخه ډډه کړي ده او تښتیدلي دي.

د جنوبي کوریا ولسمشر «یون سوک یول» له شمالي کوریا سره د تاوتریخوالو زیاتیدا او د پیانګ یانګ لخوا د پوځي حملې احتمال ته په پام سره د پریکنده پوځي چمتووالي حکم ورکړی دی.

د ایران «دیلمان» جنګي بیړۍ په ځايي توان باندې د تکیې او د جهادي او د انقلابي مدیریت د نوي ورایښت په توګه د وسله والو ځواکونو د مشر په ګډون سره د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک له شمالي ځواکونو سره یوځاې شوه.

له فرانسې او جرمني وروسته له بیلجیم هیواده هم خبر رارسیدلی دی په بروکسل ښار او یوه بل ولایت کښې هم لسګونو ښوونځي د بمونو د خبرداري په علت تړل شوي دي.

سره له دې چې د لبنان د حزب الله غورځنګ  ځینې غړي له صهیونیسټ پوځیانو سره په وروستیو جنګونو کښې شهیدان شوي دي او دغه ګوند چې په خلکو کښې ډیر محبوبیت لري په جنوبي سیمو کښې له تاوان لیدونکو خلکو سره د مرستو کول پیل کړي دي.

المیادین ټیلي ويژن بیګا د عراق د اربیل د نړیوال هوايي ډګر په خوا کښې دا ځل د امریکا د عسکرو په یوې اډې بانډې د بیا حملې خبر ورکړی دی او دفاع وزارت پینټاګان تراوسه د خپلو دووشپیتو پوځیانو ژوبله تائید کړي ده خو د مړو عسکرو شمیر یې سانسور کړی دی.

یمن وویل چې امریکا د قیصو له ویلو لاس واخلي او مونږ یوازې د صهیونیسټ رژیم په کشتیو باندې بریدونه کوو.

د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای یوه پخواني افسر او شناندي وویل په اوکراین کښې د ساړه په زیاتیدا او د خلکو د غوښتنو په تامینولو کښې د حکومت د ناتوانۍ په دلیل به په خلکو کښې د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د څنګ ته کیدا غوښتنه  زیاته شي.

په تیر ژمي موسم کښې نه یوازې اوکراین بلکې ډیرې اروپايي هیوادونه تر سخت دباو لاندې وو او سخت ساړه او د ګازو کمښت سلګونو اروپایان وژلي وو.

د امریکا د خلکو د سواد او علم د سویې په هکله د « میډیوم» په نوم د ټولنیز اینټرنیټ سایټ وروستی راپور ډیر عجیبه دی او وايي د امریکا نیمايي خلک یعني څلورپنځوس فیصدو څخه زیات خلک له شپږم ټولګي څخه کم سواد لري.

د ایران د خارجه وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» په یوه خبري کانفرنس کښې وویل د امریکا حکومت په سیمه کښې  له خپلو پوځي اډو څخه د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ لپاره استفاده کوي.

د ایران د نظام د مصلحت د پيژندنې د ټولنې مشر صادق املي لاریجاني د اروپا د خارجي سیاست د مسول جوزپ بورل څرګندونو ته په اشارې سره وویل عجیبه خبره ده چې جوزپ بورل د صهیونیست رژیم  د جنګي جنایتونو په هکله له  یوې پوښتنې سره په مخامخ کیدا کښې وايي  زه حقوق پوه نه یم چې قضاوت وکړم خو هغه  بیا د حماس دفاع کول جنګي جنایت ګڼي.

()

اوس به د تهران چاپ « اطلاعات» ورځپاڼه وګورو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« ناصر کنعاني چافي» د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اوربند د دوام او د جنګ د ختمولو لپاره د ایران د سلامشورو په هکله وویل خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دوحې ته په وروستي سفر کښې د قطر له چارواکو سره د اوربند د موضوع په هکله خبرې وکړې او زمونږ یو هدف دا دی چې موجوده اوربند پایداره بڼه خپله کړي او د صهیونیسټ رژيم تیري تکرار نشي.

په سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم او د امریکا په مرکزونو باندې د مقاومت د چورلیز حملې چې د فلسطین په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د تیري له وخت راهسې زیاتې شوي دي هماغه راز دوام لري او په نوي مورد کښې په لویدیځې اسیا سیمې کښې د امریکا د پوځ مرکزې قومندنۍ یعني «سینټکام »د امریکا په جنګي بیړۍ باندې له یمن څخه د دوو بلاسټیک توغندیو د حملې خبر ورکړ.

د ترکیې دفاع وزارت په یوې خبر پاڼه کښې وویل چې د عراق په شمال کښې له «پي کی کی» ځواکونو سره په جنګ کښې د انقرې درې حکومتي پوځيان وژل شوي دي.

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د ریپبلیکن ګوند غړي «جارج سانتوس» کانګرس له داسې مجرمانو او کسانو څخه ډک وباله چې هر ډول سخا مخینې لري

د امریکا د ورمونټ پولیسو د ورمونټ پوهنتون ته نږدې په دریو فلسطینیانو باندې د ډزو او د هغوې د ژوبلیدا خبر ورکړ.

د فلسطین په دغو دریو ښاریزو باندې له ډزو وروسته سپینې ماڼۍ وویل ولسمشر له دغه پیښې خبر کړی شوی او هغه دغه موضوع تعقیبوي.

په بیلجیم کښې د ښوونځیو مسوول حکومتي ارګان په ځینو ښوونځیو کښې د بمونو د ګواښ په هکله د خبرونو له ترلاسه کیدا وروسته ډیرې ښوونځي وتړل.

د پاکستان په بنو سیمه کښې د پوځیانو په کاروان باندې بم چاودنې کښې یولس  حکومتي عسکر ژوبل شوي چې درې پکښې مرګي حاله دي.

()

اوس به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهمې سرټکي درسره شریک کړو.

()

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼه لیکي  ځینې بهر مېشتي مخکینی افغان فوټبالران د فوټبال فدراسیون مشر یوسف کارګر په جوړجاړي او فساد تورنوي.

ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مشر محمد یوسف کارګر په اړه د ځینو پخوانیو فوټبالرانو ادعاوې خپرې کړي چې دی په مېچ فکسنګ یا د لوبو د پایلو په برخه کې په جوړجاړي او فساد تورنوي.

ګارډین سره د فوټبال د ملي ټيم ځینو پخوانیو لوبغاړو له هغې ډلې پخواني لوبډلمشر جلال الدین شریعتیار او ګول ساتونکي اجمل ګیرووال او یوه بل لوبغاړي چې نوم یې نه دی اخیستی خبرې کړي دي.

په مقاله کې راغلي چې دغو جرمني میشتو افغان پخوانیو فوټبالرانو کارګر په ۲۰۰۸ کال کې له نیپال او سریلایون سره د دوو لوبو د پایلو په جوړجاړي تورن کړی دی.

دغو لوبغاړو تور لګولی کارګر چې هغه وخت د دوی روزونکی وو له یوه پيژندل شوي مېچ فکسر یا درغلګر ویلسون راج پیرومال او دان تن سره لاس یو کړی وو.

شریعتیار له  ګارډین سره په خبرو کې ویلي چې کارګر د نیپال په وړاندې د لوبې د پایلې د دوه – دوه مساوي کولو په خاطر دوی ته سپارښتنه کړې وه.

همداراز یې د سیرالیون په وړاندې د لوبې لپاره ۶ پر صفر د لوبې د پایلې وړاندوینه کړې وه.

 

د فوټبال د لوبډلې دغه پخواني کپټان ویلي چې اکثر له بهره ورغلي افغان لوبغاړي له کارګر سره په لانجو و چې نه غواړي په درغلیو کې دخیل شي خو کارګر دوی ته د لوبېدو لپاره في کس دوه نیم زره ډالره وړاندیز کړي وو.

ګارډین لیکلي چې د دغه فساد په ارتباط یې له مشهورو مېچ فکسرانو یا درغلګرو ویلسون پېرومال او دان تن سره اړیکه نیولې خو هغوی ځواب نه دی ورکړی.

اخوا کارګر چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون مشري په غاړه لري په دې تړاو تورونه بې ځایه بللي او ویلي یې دي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د ۲۰۰۸ کال د یادو لوبو د تورونو په تړاو خپلې پلټنې بشپړې کړي او ده ته برائت ورکړل شوی دی.

کارګر ادعا کړې چې ځینې بهر میشتي خلک د ده او د فوټبال د فدراسیون د نوم بدۍ لپاره هڅې کوي.

تر دې ور هاخوا څو اوونۍ مخکې بیا د فوټبال د ملي ټیم ځینو اوسنیو لوبغاړو په دې خاطر له ملي ټیم لاس اخیستی چې وايي د فوټبال فدراسیون مشرتابه په تېره بیا ښاغلی کارګر په مالي فساد کې ښکېل دی او د افغانستان د تمرینو او کوربه سټډيوم یې له تاجکستانه – عربستان ته د پيسو او درغلیو په خاطر لیږدولی.

فوټبال فدراسیون دا تورونه هم رد کړل.

()

ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه نور له تاسو اجازه غواړو خوښ وسئ

 

ټیګونه