د صهیونیسټي رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142338-د_صهیونیسټي_رژیم_ډیموکراټیکې_کړنې_د_معاصر_تاریخ_ترخه_طنزونه_دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره، د دغه رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه وبلل.
(last modified 2023-11-29T05:26:15+00:00 )
Nov 29, 2023 09:54 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره، د دغه رژیم ډیموکراټیکې کړنې د معاصر تاریخ ترخه طنزونه وبلل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له المیادین خبري شبکې سره په مرکه کې وویل: اسرائیل له څو اویا کلونو نیواک وروسته، په تېرو ۵۰ ورځو کې وښوده چې هماغه نیواکګر، جنایتکار، نسل وژونکی او پراختیا غوښتونکی رژیم دی او د ډیموکراسۍ کړنې او خبرې اترې، د دې رژيم لپاره د معاصر تاريخ يو تريخ طنز دی.

امیر عبداللهیان د بیت المقدس د نیواکګر رژیم پر وړاندې مشروع مقاومت، د اسرائیلي جنګ غوښتونکو لپاره یوازینۍ د پوهېدو وړه ژبه وبلله او ویل: د فلسطین ولس او مقاومت د دغې جګړې ګټونکي دي او تر نن ورځې پورې د دغې جګړې اصلي بایلونکي امریکا او صهیونیسټي رژیم دي.