د طوفان الاقصی په عملیاتو کې صهیونیسټي رژیم له منځه ولاړ
(last modified Sun, 10 Dec 2023 01:41:32 GMT )
Dec 10, 2023 06:11 Asia/Kabul
  • د طوفان الاقصی په عملیاتو کې صهیونیسټي رژیم له منځه ولاړ

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ: اوه امنیتي برخې په اسرائیلو کې له نویو تجهیزاتو او امکاناتو سره شپه او ورځ فعالې وې، خو حماس د الاقصی طوفان په عملیاتو سره دا هرڅه له منځه یوړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: نن ورځ د سیمه ایز مقاومت د ډلو پریکړه دا ده چې د اسرائیلو د ملاتړ له امله په سیمه کې د امریکې پر اډو باندې حملې وشي.

د ایرنا د خبر له مخې، امیر عبداللهیان همداراز وویل: امریکایانو پیغام ورکړ  چې د مقاومت ډلو ته ووایئ، چې په سیمه کې د امریکې پر اډو باندې حملې بندې کړي، خو موږ اعلان وکړ چې هغوی خپلواک دي او خپله فیصلې کوي او موږ د هغوی د فیصلو درناوی او د فلسطین ملاتړ ته دوام ورکوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: امریکا او اسرائیل د جګړې د دوام او اوربند ته د رسېدو لپاره کومه تګلاره نه لري.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: په افغانستان کې باید یو ټولګډونه حکومت حاکم شي او په ډیپلوماتیکه برخه کې هڅې په دې برخه کې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: طالبان داعش نه دي، بلکې د افغانستان د ننني واقعیت یوه برخه ده او د طالبانو یوه برخه نن له داعش سره په جګړه کې بوخته ده او موږ باید د دغه ګاونډی هېواد د امنیت او ثبات لپاره هڅه وکړو.