د اسرائیلو رژیم له داعش ډلې زیات جنایتونه کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د صهیونیسټ رژيم چارواکي د داعش ډلې له کړچار څخه زیات بوږنونکي جنایتونه ترسره کوي او هڅه کوي خپل تاریخي شرمونکی شکست جبران کړي.
هغه پرون په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل : له اویا(۷۰) ورځو وروسته د فلسطین حماس غورځنګ له مینځه لا نه ړ؛ مقاومت ډلې بې وسلې نشوې؛ د صهیونیسټانو نیول شوي پوځیان د جنګ له لارې خوشي نشول؛ او د غزې تړانګې د وسیدونکو په زوره د کوچولو پلان نتیجې ته ونه رسید.
د ایران د بهرنیو باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ډاګینه کړه: د ښځو او د ماشومانو پرضد د جنګي جنایتونو له دوام سره سره همدا اوس فلسطین په دغه نابرابر کښې په پریکنده توګه بریالی دی او د صهیونیسټ رژيم چارواکي هماغه راز له داعش ډلې څخه لا زیات بوږنونکي جنایتونه کوي او کوشش کوي چې خپله تاریخي ماتي جبران کاندي.
د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم په حملو او بمباریو کښې تراوسه نولس زره(۱۹۰۰۰) بې ګناه فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او څه د پاسه یوپنځوس زره (۵۱۰۰۰)نور ژوبل شوي هم دي چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.