د غزې د جنګ اصلي مسوولیت د امریکا پرغاړه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i144112-د_غزې_د_جنګ_اصلي_مسوولیت_د_امریکا_پرغاړه_دی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» په تهران کښې د یمن د انصار الله غورځنګ له ویاند محمد عبدالسلام سره په کتنه کښې وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ اصلي مسوولیت د امریکا پرغاړه دی.
(last modified 2024-01-01T23:34:28+00:00 )
Jan 02, 2024 04:00 Asia/Kabul
  • د غزې د جنګ اصلي مسوولیت د امریکا پرغاړه دی

فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» په تهران کښې د یمن د انصار الله غورځنګ له ویاند محمد عبدالسلام سره په کتنه کښې وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ اصلي مسوولیت د امریکا پرغاړه دی.

قالیباف وویل که چیرې په پوځي او مدیریتي حوزه کښې د امریکا شتون او د هغې ملاتړ نه وائ هیڅ امکان نه و چې صهیونیسټ رژیم وکولای شي حتی د طوفان الاقصی د عملیاتو لومړنی ګوزار وزغمي.

د ایران د پارلمان مشر قالیباف د مقاومت له چورلیز څخه د ایران د ملاتړ په اعلانولو او د یمن د خلکو مجاهدتونو او هڅو ته په اشارې سره وویل امریکا د فتنې د رامینځته کولو او د اسلامي دنیا د مشکلاتو د زیاتولو هڅه کوي.

د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام هم د فلسطین له خلکو  د یمن د ملت په  پراخ ملاتړ سره وویل د فلسطین په هکله د یمن د خلکو دریځ د یمن د خلکو له ایمان او عقیدې څخه سرچینه اخیستي ده.

عبدالسلام د یمن له ملت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو او د هڅو په قدرونې سره وویل  د یمن وسونه چې نن سبا وسلې او د یمن د ملت اراده پکښې شامله ده د مسلمانانو د ګټو په خدمت کښې دي.

هغه وویل د انصار الله غورځنګ کلتوري ، ایماني او عقیدتي کړچار په سیمه کښې د امریکا او د اسرائیلو د زوروینو په وړاندې مقاومت کول دي.