دښمنان د ایران د ملت پر وړاندې بې وسه دي
د ایران د پارلمان مشر، د ایران په سویل کې په کرمان ښار کې د شهیدانو ګلزار ته نږدې ترهګریز جنایت د ایران د ولس د عظمت پر وړاندې د دښمنانو د ناکامۍ او بې وسۍ نتیجه وبلله.
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر«محمد باقر قالیباف» په تهران کې پرون پنجشنبه د بهشت زهرا (س) د شهیدانو په ګلزار کې د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د څلورمې کلیزې د لمانځنې په مراسمو کې په ګډون سره، د کرمان د ترهګریز جنایت د غندلو ترڅنګ او په دې خبرې سره چې دښمن کله نا هیلۍ ته ورسېږي، دغه ډول جنایتونه ترسره کوي، وویل: د ایران ملت تل ثابته کړې ده، چې د دغه ډول جنایتونو په مقابل کې هېڅ کله هم غلی نه دی پاتې شوی او نه به وي.
قالیباف په کرمان ولایت کې د ترهګریزو چاودنو په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر ویناوو ته په اشارې سره وویل: د ایران دوستان او دښمنان دې پوه شي، چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپل پیغام کې د هر چا دنده روښانه کړې او نن هم بایددا پیغام په دقت سره ترلاسه او پوه شو چې دښمن باید د دې جنایت پر وړاندې سخت ځواب ترلاسه کړي او پوه شي چې هر څوک چې زموږ له سرو کرښو څخه تېر شي، پښیمانه به شي.