ایران د داعش د ترهګرې ډلې د ماتې اصلي عامل دی
ملازهي همداراز وویل داعش د خپل تروریستي حرکت د ترسره کولو لپاره له مخکې پلانونه کړی وه .
د لویدیځې اسیا او هند براعظمګی د مسایلو کارپوه ټینګار وکړ ایران په سیمه کښې د داعش د ترهګرې ډلې د ماتې اصلی عامل دی.
پير محمد ملازهي له ميزان خبري آژانس سره په خبرو كې دې ته په اشارې سره چې داعش د خپلې ماتې پړه پر ايران او جنرال سليماني اچوي او همدا د دغې تروريستي ډلې د غبرګون لامل دی ، وویل امريکا او اسرائيل د غزې له جګړې وروسته هغو حالاتو ته په پام سره چې له مقاومتي ډلو سره مخامخ شوي دي د تاوتريخوالي د رامنځته کولو په لټه کې دي.
د چهار شنبې په ماښام (د جنورۍ په دریمه) د ایران د جنوب په کرمان کې د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د څلورمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې دوه ترهګریزې چاودنې وشوې چی په پایله کې د څو ماشومانو په ګډون ۹۴ تنه شهیدان شول.
دغه ترهګریز برید د داعش ترهګرې ډلې د عناصرو لخوا ترسره شوی دی.
ملازهي همداراز وویل داعش د خپل تروریستي حرکت د ترسره کولو لپاره له مخکې پلانونه کړی وه .
د لویدیځې اسیا د مسایلو دغه کارپوه په دوام کښې د جیش الظلم، الفرقان او انصار په شان ترهګرو ډلو فعالیتونو ته په اشارې سره زیاته کړه: هغوی اوس د داعش ملګرتیا کوی او د ایران په سیستان او بلوچستان کښې یې د راسک جنایت ترسره کړی دی.