ایران په سیمې کې د جنګ او ناکراریو د پراختیا مخالف دی
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر له خپل ناروې وال همڅنګ سره په کتنې کې ووئيل ، ایران په سیمې کې د جنګ او ناکراریو هیڅکله هم هرکلی نه کوي او په تیرو سلو ورځو کې ئې په غزې داسرائيلو د جنګ او حملو د دریولو اوپه سیمې کې د آرامښت د رامینځةکولو لپاره ډيرې هڅې کړي دي.
حسین امیر عبداللهیان چې پرون د ډیووس په غونډې کې د ګډون لپاره سویس ته تللی دی ، ددغه سمینار په څنډې کې ئې د ناروې له خارجه وزیر سپين بارټ ایډ سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، امیر عبداللهیان په دغې کتنې کې د نارې له خارجه وزیر سره دخپلو خبرواترو ښه والي ته په اشارې سره ، د غزې تړانګې شرائطو او سیمې ته دناروې د ښې توجه او اهتمام قدرونه او مننه وکړه او وې وئيل ، که دغزې د بحران ریښه په ښه ډول درک شي ، نو د بحران حل لاره ډیره آسانه ده .
د ایران خارجه وزیر په دوام کې د غزې په ضد د اسرائيلي رژيم د جنګ د څه دپاسه سلو ورځو تیریدا ته په اشارې سره ، د جنګ له دوامه د امریکا بشپړ ملاتړ یوه ډير ه خطرناکه تیروتنه وبلله او زیاته ئې کړه ، اسرائيلي رژيم او امریکاپه غزې کې د فلسطینیانو ،د نسل وژنې او جنګ او دغه راز د سترو کنډوالو پر دوام په ټينګار سره ، هیڅ بریا نه ده ترلاسه کړې او نه به ئې ترلاسه کړي او له پوځي لارې هیڅ بریا نشی ترلاسه کولی.
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر همدرااز پر فلسطینیانو هرډول تپونکي سیاسی حل لارې رد کړې او وئيل د فلسطین دموضوع لپاره هر ډول سیاسی حلا لاره باید د فلسطيني ډلې او ملت پخپله باید د هرې حل لارې په مرکز کې وي .
د ناروې خارجه وزیر سپین بارټ ایډ هم په دې کتنې کې له ایراني همڅنګ سره د خپلو وروستیو ښو و رغنده خبرواترو ته په اشارې سره دوو اړخیزو مشورو په د وام خوښي وښودله او په غزې کې ډيرو ترینګلو او سختو شرائطو ته په اشارې سره ئې ووئيل، له بده مرغه په غزې او لبنان او سرده سمندر کې شرائط د لاترینګلتیا په لور روان دي او مونږ چمتوو یوو ، د حالاتو د آرامښت او مدیریّت لپاره هڅه وکړو. هغه په سیمې کې د آرامښت له رامینځةکولو سره دمرستې لپاره د ایران دهلوځلو په ستاینې سره ووئيل، په سیمې کې مشکلات سره نغښتي دي او مونږ هم فکر کوو ، چې په غزې کې نښتې باید ترزرترزره پاي ته ورسیږي او او بند ټينګ شي.