لوېديځ غواړي له ښځو څخه د وسيلې په توګه کار واخلي
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د اسلامي ټولنو په خلاف، چې په ټولنه کې د ښځو رول مهم دی، لوېدیځې ټولنه ښځې ته د وسیلې په سترګه ګوري.
د ايران د محصلينو د خبري آژانس(ISNA) د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د حضرت امام خمیني (ره) په افکارو او د ایران د اسلامي انقلاب په لاره کې د ښځو لوړ مقام ته په اشارې سره وویل: د ایران د اسلامي انقلاب یو له بې سارې نمونو څخه دا وو چې امام خمیني (ره) ښځې په ټولنه کې راوستې او ټینګار یې وکړ چې ښځې کولای شي د هېواد په اساسي مسایلو کې برخه واخلي.
د ایران د اسلامي شورا مشر، په لوېدیځو ټولنو کې د ښځو په اړه لیدلوری، له اسلامي ټولنو سره توپیر لرونکی او له ښځو څخه د یوې وسیلې په توګه د استفادې په توګه یاد کړ او څرګنده کړه: په اسلامي نظام کې ښځه د تمدن جوړونکې ده او د ټولنې په جوړولو کې مهم رول لوبوي.
قالیباف په دوام کې د سیمې د بدلونونو او په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم جنګ ته په اشارې سره وویل: نن د فلسطین مسئله چې د نړۍ ټول استکباران د هغې د هیرولو هڅه کوي، نه یوازې د اسلامي نړۍ مسله، بلکې د ټولې نړۍ او په هرې بڼې سره د آزادۍ غوښتونکو مسئله ده.