د شهادت کلتور دښمنان له ویرې سره مخ کوي
زموږ د خبریال د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د پنجشنبې په ورځ په تهران کې د شهید جنرال سید رضي موسوي د څلویښتمې په مراسمو کې، د دې شهید اخلاقي او مجاهدانه شخصیت ته په اشارې سره وویل: "د شهادت کلتور، یو خالص اسلامي کلتور دی، چې دښمنان تل له ویرې سره مخ کوي.
د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: دښمنان دې پوه شي چې شهید سید رضي موسوي، بې له شکه د مقاومت جبهې په خدمت کې وو او د مقاومت جبهې له ستنو څخه شمېرل کېده او دښمنان دې هېڅکله فکر ونه کړي چې دغه ستنه نسکوره شوې ده، بلکې ورځ تر بلې به لوړېږي.
قالیباف همداشان د ایران د خلکو او همداشان د نړۍ د مسلمانو ولسونو او آزادۍ غوښتونکو په منځ کې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د پخواني قوماندان شهید ډګرجنرال قاسم سلیماني د شهادت مقام ته په اشارې سره وویل: دا ټول انعکاسونه د شهادت له کلتور څخه سرچینه اخلي او د اسلامي انقلاب په برکت سره دي.
د ایران د اسلامي شورا مشر زیاته کړه: د ایران دښمنان د شهادت له کلتور څخه هېڅ خبر نه دي او دا د هغوی لپاره یوه مغشوشوونکې موضوع ده.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک یو سلاکار، سردار سید رضي موسوي چې په سوریه کې د مقاومت له محور څخه د ملاتړ په ډګر کې فعالیت درلود، د ډسمبر په ۲۵ نېټه د صهیونیسټي رژیم په برید کې، د دمشق په زینبیه سیمه کې په شهادت ورسېد.