Feb 07, 2024 16:15 Asia/Kabul
  • ​​امریکا باید پوهه شي چې د هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه لري

د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په تهران کې د عراق د کورنیو چارو د وزیر له سلاکار او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې، په عراق کې د امریکې د پوځي اقداماتو په غندلو سره وویل: امریکا باید په دې پوهه شي چې نه شي کولای په هېوادونو کې لاسوهنه او پر سوریې او یمن باندې بمباري او په عین حال کې د صهیونیسټي رژیم ملاتړ وکړي.

وحیدي د فلسطین په ملاتړ کې د عراق د حکومت او خلکو د دریځونو د قدرونې په ترڅ کې وویل: موږ د تاریخ په یوه نازک پړاو کې یو، چې نړۍ باید د اسلامي ملت دریځونه واوري.

وحیدي د ایران او عراق د پلاویو ترمنځ ۳۶ ماده ایز موافقې ته په اشارې سره، له پولو څخه د تګ راتګ، د ټرانسپورټ، روغتیایي اسانتیاوو او خدماتو او د سړکونو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.

وحيدي همدا راز پر سمندري ټرانسپورت په ټينګار سره وويل: دغه اقدام او د سرحدي بازارونو پراختيا د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا او د پولو د اوسېدونکو د ژوندانه په ښه کولو کې مثبتې اغېزې لري.

ټیګونه