د ایران خارجه وزیر امریکا ته خبرداری ورکړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان بیروت ته د خپل سفر په پاې او د لبنان له لوړرتبه چارواکو او د فلسطین د مقاومت ډلو له مشرانو سره له کتنې وروسته په یوه خبري کانفرنس کښې په ګډون کولو سره د رسنیو خاوندانو او خبریالانو ته ځوابونه ورکړل.
هغه د فلسطین په رفع سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د حملې او له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو په زوره د کوچولو لپاره د هڅې په هکله وویل اسرائیل به د امریکا له ملاتړ پرته حتی یوه دقیقه هم په غزې تړانګه کښې د جنګ د دوام جوګه نه وي او زیاته یې کړه اسرائیل د فلسطین د ولس پرضد څه د پاسه څلور میاشتې جنګ وروسته د سوله ئیزو حل لارو له منلو او د جنګ او د نسل کشۍ له بندولو پرته بل هیڅ چاره نلري.
حسین امیر عبداللهیان په دغه خبري کانفرنس کښې د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ رژيم له جنایتونو څخه په ملاتړ کولو کښې د امریکا ستر رول ته په اشارې سره د واشنګتن چارواکو ته له خبرداري په ډک پیغام کښې وویل امریکا باید د نتانیاهو لخوا د یرغمل کیدا یا د سوله ئیزو حل لارو د تحقق لپاره په هڅو کښې یو شی انتخاب کړي.
د سیاسي چارو شناند او لیکوال «عباس صباغ» لبنان ته د ایران د خارجه وزیر د سفر په هکله خپلې ارزونې کښې وویل ایران د غزې د جنګ له پیل راهسې باوري وو چې جنګ بې ګټې دی او له همدې کبله یې د دغه کړکیچ د ختمیدا لپاره یې په سیاسي حل لارې باندې اعتماد درلود.
هغه وویل له لبنان سره په جنګ د اسرائیلو د چارواکو ټینګار ښودنه کوي هغوې اساسا د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وسونه نه پيژندي.