Feb 15, 2024 11:22 Asia/Kabul
  • د ایران په سرحدونو کښې امنیت ټینګ دی

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو قومندان د هیواد په سرحدونو کښې د امنیت د پایدارۍ خبر ورکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي قومندنۍ د هیواد د پولیسو یوه څانګه ده چې د ایران د سمندري او د ځمکنیو سرحدونو د کنټرول او د سرحدونو د ساتلو په زمینه کښې فعالیت کوي.

د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان برید جنرال «احمد علي ګودرزي» د  هیواد په سرحدي سیمو کښې د «رعد دیارلس» په نوم د عملیاتو د اجرايي کیدا په اعلان سره وویل په دغو عملیاتو کښې د سرحدي مامورانو په هڅې سره د قاچاقچیانو ډلې وپيژندل شوې او هغوې ته  سخت ګوزارونه ورکړل شول.

هغه په دې خبرې سره چې په رعد دیارلس نومې عملیاتو کښې له ډول ډول سمندري تجهیزاتو او په بیلابیلو کلاسونو کښې  له کشتیو او روزل شویو کسانو استفاده وشوه زیاته کړه په تیرو لسو ورځو کښې پینځه دیرش لانچونه چې ډول ډول قاچاقي شیان پکښې بار وو ونیول شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو قومندان احمد علي ګودرزي دغه راز په دې خبرې سره چې  اکثره کشف شوي شیان ممنوع وو وویل یودیرش نیول شویو کشتیو نشه ئیز مواد، وسلې او مهمات لرل او له قاچاقچیانو څخه یومیلون او دوه لکه لیټره پیټرول هم کشف شوي دي.

 

ټیګونه