Mar 01, 2024 14:26 Asia/Kabul
  • د انقلاب معظم رهبر: د نړۍ سترګې ایران ته دي

د ایران اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې د شپږمې دورې لپاره د رایې اچونې په لومړیو دقیقو د خپلو رایو په کارولو سره وویل: په نړۍ کې د ډېرو خلکو او سیاسي دریځ لرونکو خلکو سترګې د ایران پر لور دي.

د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه ای نن سهار د امام خمیني  (رح) په حسینیه کې د ګډون په وخت کې د ایران ملت ته وویل: پوه شئ چې نن ورځ په نړۍ کې د ډیرو سیاسي موقفونو او خلکو سترګې پهن ایران متمرکزې دي، نو باید خپل ملت خوشحاله او مخالفین مایوسه کړئ.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر همدا راز د هغو کسانو په باره کې چې لا تر اوسه یې په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: په نیک عمل کې استخاره ته ضرورت نشته.

هغه د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړه چې د انتخاباتو ورځ دې د ایران د ملت لپاره یوه مبارکه ورځ وي، انتخابات دې مطلوبې پایلې ته ورسیږي او د ایران د ملت په ګټه دې پای ته ورسیږي.

د ایران د اسلامي شورا د دولسمې دورې او د مشرانو د جرګې د شپږمې دورې انتخابات نن جمعه د ۲۰۲۴ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د سهار په اته نیمو بجو پیل شول.

د ایران د اسلامي شورا د ۲۹۰ غړو او د خبرګانو شورا د ۸۸ غړو د ټاکلو لپاره د رای اچونې دغه پړاو ترسره کیږي.

رایه اچونه به لس ساعته دوام وکړي، خو د اړتیا پر مهال به د کورنیو چارو وزارت له لورې د اعلان له مخې ورته وخت زیات شي.

ټیګونه