Mar 01, 2024 15:28 Asia/Kabul
  • د ایران ټاکنو بهیر د امنیتي خوندیتوب په موخه تر ۳ سوه زرو پورې ساتوونکي ګمارل شوي

د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي شورا او د خبرګانو د رهبرۍ شورا د ټاکنو په موخه له دوه نیم سوه زرو څخه تر درې سوه زرو پورې امنیتي مؤظفین د ډآډمن امنیت تامین په موخه ګمارل شوي دي.

د ټاکنو د امنیت امر او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي او دفاعي چارو مرستیال وایي، د دښمنانو پر وړاندې نن د ایران د ملت د بریا ورځ ده او مخکې تر دې چې د ټاکنو اصلي وخت پیل شي، له ټاکلې وخت څو ساعته وړاندې خلک د رایې اچونې بهیر لپاره په صفونو کې په ډاډمن امنیت سره ولاړ وو.

هغه ډاډ ورکړ چې د خلکو په همکارۍ او د ټولو امنیتي ارګانونو په هڅو سره ډاډمن دی چې په بشپړ امنیت سره به د خبرګانو د رهبرۍ او اسلامي شورا ټاکنې ترسره شي.

نوموړی وایي، دغه ټاکنې په لوړې لېوالتیا او ګډون سره له مثالي امنیت سره سم پيل شوي دي او په وینا یې له دوه نیم سوه زرو څخه تر درې سوه زرو پورې یې د ټاکنو بهیر د څآرنې او امنیت په موخه ساتوونکې ګمارلي دي.

هغه وایي، د دښمنانو رواني جګړه د دې لپاره چې زموږ د خلکو په زړونو کې شکونه پیدا کړي ترڅو ټاکنو ته حاضر نه شي، په ټولیز ډول ترسره کیږي، خو دا دسیسې دي او ولس هیڅکله دغه دسیسو ته پام نه کوي.

له بلخوا خلک په لیوالتیا سره د ټاکنو بهیر کې ونډه اخلي.

یوه جوړه چې تازه یې واده کړې، د خپل واده په لباس کې د ټاکنو د رایې ورکولو ځای ته راغلې او د خپلې خوښې نوماند ته رایه کاروي.
یاده چاره د ایران ملت د بیدارۍ او د دښمن د زوال تر ټولو ستر ثبوت دی.

 

ټیګونه