Mar 12, 2024 06:21 Asia/Kabul
  • فلسطین د اسلامي نړۍ د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په یوه پیغام کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ، د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ له لومړیتوبونو څخه وبلله.

د ایرنا د خبر له مخې، حسین امیرعبداللهیان په دغه پیغام کې ویلي: په غزې کې بدلونونو وښودله چې د فلسطین مسله د مسلمانانو ګډه مسله ده او د اسلامي نړۍ د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: د روژې مبارکه میاشت د اسلامي هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی، چې په غزه کې د صهیونیسټي نژادي رژیم د نسل وژنې او جنګي جنایتونو د مخنیوي لپاره، د یووالي او هر اړخیزې اتفاق په رڼا کې اغېزمن اقدام وکړي.

حسین امیرعبداللهیان د دغه پیغام په پای کې مقاومت او د فلسطین ولس د دغه ډګر اصلي ګټونکي وبلل.

نن; سه شنبه په ایران کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د سعودي عربستان، قطر، سوریې، متحده عربي اماراتو، افغانستان، بوسنیا او هرزګوینا او د عراق او لبنان اهل سنتنو د دوشنبې ورځ د روژې لومړۍ ورځ او د اندونیزیا، مالیزیا، استرالیا، برونای، سنګاپور او د عراق او لبنان اهل تشیع د سه شنبې ورځ د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ټیګونه