Mar 12, 2024 11:44 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ښې چارې اوس به ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو چې مهم سرټکي یې څه دي.

د عبري ژبې یوې ورځپاڼې راپور ورکړی د امریکا د ولسمشر جوبایډن د څرګندونو په اپوټه هغه موقته بندر چې ټاکل شوي ده د فلسطین د غزې تړانګې په سواحلو کښې جوړ شي د غزې له وسیدونکو سره د مرستې لپاره نه دی بلکې ټاکل شوي ده اسرائیلو ته مرستې ورسوي او هغه هم په داسې وخت کښې چې د لبنان له حزب الله غورځنګ سره جنګ پیل شي.

د جنوبي کوریا حکومت  پرون د څه د پاسه څلور زره نهه سوه(۴۹۰۰) نویو ډاکټرانو د طبابت د لایسنس د ځنډولو د بهیر د پیلیدا خبر ورکړ کومو چې د طب په څانګه کښې د زده کړې د ونډې په زیاتولو کښې د چارواکو په اقدام باندې اعتراض کښې له کارونو لاس اخیستی و.

په بیلابیلو اروپايي هیوادونو کښې د کروندګرو د اعتراض په دوام کښې د فرانسې پولیس ځواکونه له اعتراض کونکو کروندو سره ونښتل او پولیسو د کروندګرو د تیت پرک کولو لپاره اوښلن ګازونه وکارول.

له روسیې سره په جنګ کښې د سپینو بیرغونو د پورته کولو لپاره د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي څخه د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس غوښتنې د اوکراین او د زلنسکي د ځینو لویدیځو ملاتړو هیوادونو د چارواکو غصه راپارولي ده.

پاپ فرانسیس د اوکراین له ولسمشر غوښتي دي چې د سپینو بیرغونو د پورته کولو شهامت ولري.

د ساپین لیبز(Sapien Labs)  په نوم د اعصابو د علومو فاونډیشن وویل چې د کرونا ناروغۍ له پیلیدا وروسته د انګلستان د خلکو رواني سلامتیا ډیره کمه شوي ده او د دغه سلامتیا د ښه کیدا هیڅ نښه نه لیدل کیږي.

په هایټي هیواد کښې تاوتریخوالی زیات شوی او خارجي سفارتونه یوبل پسې خالي کیږي.

د امریکا ، د جرمني او د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو سفارتونو په هایټي هیواد کښې د واکمنې ګډوډۍ او د ورانکارو ډلو د تاوتریخوالو په دلیل له هایټي هیواد څخه د خپلو کارکونکو ایستل پیل کړل.

د چین پوځ د خپل هیواد د ولسمشر د هدفونو د پرمخ بیولو لپاره د مصنوعي هوش، د بې پایلوټه الوتکو او په موډرنو جنګونو کښې د سایبري هوا فضا ټیکنالوژیو په شان په نویو رامینځته شویو حوزو کښې سټراټيژیکو صنایعو ته پراختیا ورکوي.

د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله صهیونیسټ رژیم ته سخت تاوانونه رسولي دي.

د لبنان او د نیواکي فلسطین یعني د اسرائیلو په سرحدونو کښې تاوتریخوالی په داسې حال کښې زیات شوی دی چې عبري ژبې رسنیو په هغه زیات لګښت چې په شمالي جبهې کښې جنګ په صهیونیسټ رژیم ورتپلی دی اعتراف کړی دی.

د یمن خبري اژانسونو او رسنیو د یمن د القاعده ټروریسټي ډلې په قول راپور ورکړ چې د یمن د القاعده ډلې مشر« خالد بن عمر باطرفي» چې له دوه زره شلم میلادي کال راپدیخوا د دغه ترهګرې ډلې مشر و وژل شوی دی او د هغه ‎پرځاې سعد بن عاطف العولقي» ټاکل شوی دی.

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو

د اسرائیلو رسنیو د لبنان په سرحدونو کښې د تر ټولو نویو بدلونونو په هکله وویل حزب الله غورځنګ په اسرائیلو باندې د اویا(۷۰) توغندیو په ویشتلو سره په شمالي جبهې کښې تر ټولو سخته ورځ ثبت کړه.

د لبنان حزب الله غورځنګ هم وویل د غزې تړانګې د خلکو او د دوې د مقاومت  د ملاتړو او د لبنان په جنوبي کلیو باندې د اسرائیلو د تیریو او په ملکي خلکو باندې حملو ته د ځواب د ورکولو په دوام کښې یې پرون د اسرائیلو د عسکرو د مرکزونو  او کیمپونو پرضد دولس (۱۲)بریالي عملیات ترسره کړي او توغندي په خپلو هدفونو لګیدلي دي.

د پاکستان پوځ  په یوې بیانیې کښې وویل  ترهګر د افغانستان له خاورې په ګاونډیو هیوادونو حملې کوي.

د پاکستان پوځ د افغانستان له سرحدونو د ترهګرو د ورتلو د مخنیوي لپاره د طالبانو په حکومت غږ وکړ اجازه دې ورنکړي چې ترهګر د افغانستان له خاورې په ګاونډیو هیوادونو باندې د بریدونو لپاره کار واخلي.

د سایټ (Site)په نوم اینټرنیټ پاڼې چې د سرزورو ډلو رسنۍ څاري وویل د عربستان د ټاپووزمې د القاعده مشر« ابراهیم باطرفي » وژل شوی.

د عربستان د ټاپووزمې د القاعده ترهګرې ډلې د حقوقي چارو مسوول ابراهیم القوصي په یوه غږیز فایل کښې د دغه ډلې د مشر« ابراهیم باطرفي» وژله تائید کړي ده او ویلي یې دي چې« سعد بن عاطف العولقي »د عربستان په ټاپووزمې کښې د القاعده ترهګرې ډلې نوی مشر ټاکل شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال «اندرې رودنکو» وویل د اسلامي ملګرتیا موسسه به د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو باندې د څارنې لپاره خپل څارونکي ماسکو ته واستوي.

هغه وویل دغه فیصله چې د لومړي ځل لپاره ترسره کیږي د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو له سفیرانو سره د روسیې د استازیو ترمینځ د روسیې او د اسلامي دنیا د کاري ډلې له غونډې وروسته ترسره شوه.

د اوکراین لخوا د سپینو بیرغونو د پورته کولو او له روسیې سره د خبرو اترو د ضرورت په هکله د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس له جنجالي څرګندونو وروسته د واټیکان ویاند د توضیح ورکولو او د پاپ د وینا اصلاح کولو ته مجبوره شو.

په هغه څه چې په پریکنده توګه د ډالرو د څنګ ته کولو لپاره د بریکس ډلې زیاتې هڅې بلل شوي دي روسیې ، چین او هندوستان له خپل پينځه نوي تجارت څخه اد امریکا ډالر څنګ ته کړي دي او په حقیقت کښې د تاتیانا موهان(icc) د نړیوالې سوداګرۍ کوټې مشر له دوو هیوادونو سره د روسیې په تجارت کښې له ډالرو څخه په استفادې کښې پراخ بدلون ښودلی دی.

د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین الحوثي د روژې د مبارکې میاشتې د پیلیدا په مناسبت وویل د امریکا او د اسرائیلو پرضد د یمن د وسله والو ځواکونو عملیات به هماغه راز دوام ولري.

په واشنګټن کښې د روسیې سفیر« اناتولي انتونوف» د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې د امریکا د لسمونکو اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ.

د امریکا د چارواکو لخوا له  روسیې څخه د خلکو د ویرونې څرګندونې د روسیې د بې ثباته کولو د چټي هدف د تحقق لپاره لمسونکی اقدام دی.

رسنیو د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره د سوریې په ختیځ کښې د امریکا د عسکرو په «کونیکو» پوځي اډې باندې د عراق د اسلامي مقاومت ډلو د دوو بې پایلوټه الوتکو د حملو خبر ورکړ.

له دغه حملو وروسته د امریکا له اډې تور لوږي پورته شوي دي.

د چین شین هوا» خبري اژانس د اړیکو د عادي کولو لپاره د ایران او د عربستان د موافقې د کابو یو کال تیریدا وروسته په یوه راپور کښې وویل دغه اقدام د هیوادونو ترمینځ د اړیکو د ښه کولو او په نړیوالو اړیکو کښې مناسبه بیلګه ده.

()

اوس به لاړ شو د افغانستان ورځپاڼو ته لومړۍ به  د  افغانستان هشت صبح ورځپاڼې ګورو چې په اینټرنیټ پاڼې کښې یې کومو خبرونو ته انعکاس ورکړی دی.

روژه او بېوزلي؛ د افغانستان  اوسېدونکي د توکو له لوړو بیو شکایت لري

د  افغانستان د ځينو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د روژې په رارسېدو د خوراکي توکو د بیو په لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.

 هغوی وايي چې د روژې میاشتې په لومړیو کې د خوراکي توکو له لوړو بیو سره مخ شوي؛ داسې چې په وینا یې، ډېری کسان وزګار دي

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې افغانستان د روان کال په سلواغې میاشت کې د څه باندې ۱۳۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

یادې ادارې پرون په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

 په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارزدافیرې «کرن ډېکر» ویلي چې د ملګرو ملتونو له ادارو او مرسته‌کوونکو هېوادونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې د څرنګوالي ارزونه کوي.

د روژې پر لومړۍ ورځ شخړه؛ په پکتیا کې یو ځوان ووژل شو

د یمن حکومت ویاند وايي چې د امریکا او بریټانیې پوځي ایتلاف د دغه هېواد په لوېدیځ کې د حوثيانو پر مرکزونو، بندرونو او ښارګوټو هوايي بریدونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په یمن کې پرون د امریکا او بریټانیې له لوري په بریدونو کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرېش ویلي چې په افغانستان کې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

ګوتېرېش دا څرګندونې پرون  د ملګرو ملتونو د ښځو وضعیت کمېسیون په اته‌شپېتمه غونډه کې کړې دي.

د نوموړي په خبره، د طالبانو دا فرمانونه افغان ښځې او نجونې ځپي.

()

ګرانو دوستانو اوس به د کابل «مسیر» ورځپاڼه ولولو چې په اینټرنیټ پاڼه کښې یې کومو خبرونو ته انعکاس ورکړی دی.

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن مازدیګر ۴ بجې درېیمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره کیږي.

کرکټ بورډ ویلي چې د دې لوبې لپاره لوبغاړو ښه چمتو والی نیولی دی.

 دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې تردې وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ایرلنډ ته ماتې ورکړې او دویمه لوبه بیا د باران له امله نه ده ترسره شوې.

د سرپرست حکومت رییس الوزرا د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په یوه پیغام کې له چارواکو، پانګوالو او هېوادوالو غوښتي چې د بېوزلو، طبیعي پېښو ځپلو او په ځانګړې توګه د تازه راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.

د هنګري صدراعظم «ویکتور اوربان» امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې له ډونالډ ټرمپ سره پټه کتنه هم کړې ده.

 نوموړي خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته ویلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ که ټاکنې وګټي؛ نو د اوکراین پرضد د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو منظم پلان لري.

 اوربان پرون ناوخته په یوه ټلویزیونې مرکه کې همدا دغه راز ویلي، چې ټرمپ به د دې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره اوکراین ته مالي مرستې بندې کړي.

 اوربان چې حکومت یې اوکراین ته د پوځي مرستو له لېږلو ډډه کړې، خو له مسکو سره اړیکې پالي، زیاته کړه چې اوکراین په یوازې ځان په پښو نه شي درېدلی.

د پاکستان په پنجاب صوبې  کې پولیسو د پخواني لومړي وزیر عمران خان لسګونه پلویان چې په پارلماني ټاکنو کې د شویو درغلیو پر ضد یې لاریونونه کول، نیولي دي.

 د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ویلي چې لاریونونه یې سوله ییز وو.

ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په تلویزیونونو کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې پولیس د پي ټي آی لوړپوړي مشران او کار کوونکي په لاهور ښار کې نیسي.

()

ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه نور له تاسو اجازه غواړو خوشحاله وسئ.

 

ټیګونه