ایران کښې د روسیې د ولسمشریزو انتخاباتو رایه اخیستنه ترسره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147808
د روسیې د ولسمشرۍ د اتمې دورې د ټاکنو د رای ورکولو په دریمه ورځ، په ایران کې هم  میشتو روسي اتباعو خپلې راې وکارولې.
(last modified 2024-03-17T12:06:44+00:00 )
Mar 17, 2024 16:34 Asia/Kabul
  • ایران کښې د روسیې د ولسمشریزو انتخاباتو رایه اخیستنه ترسره شوه

د روسیې د ولسمشرۍ د اتمې دورې د ټاکنو د رای ورکولو په دریمه ورځ، په ایران کې هم  میشتو روسي اتباعو خپلې راې وکارولې.

د روسیې د ولسمشرۍ د اتمې دورې د ټاکنو د رای ورکولو په دریمه ورځ، په ایران کې هم  میشتو روسي اتباعو خپلې راې وکارولې.

د ایرنا د خبر له مخې په ایران کښې د روسیې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د رای اچونې وخت پرون یکشنبه د سهار له اتو بجو څخه د ماښام تر اتو بجو پورې اعلان شوی و.

په تهران کې د روسیې سفارت او په اصفهان او رشت کې د روسیې قونسلګرۍ او د بوشهر او دشت عباس په ښارونو کې دوه ټاکل شوي ځایونه په ایران کې د روسي اتباعو لپاره د رای ورکولو مرکزونه ټاکل شوي وو.

د روسیې ولسمشریزې ټاکنې د تېرې جمعې په ورځ پیل شوې وې.

دا د روسیې په تاریخ کې لومړۍ انتخاباتي دوره ده چې درې ورځې ترسره شوه.