Mar 21, 2024 14:55 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو په وړاندې چوپ پاتې کدونکو ته دې شرم دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت وایي، شرم دی په هغو کسانو وي چې د صهیونیسټ رژیم د ظلمونو په وړاندې چوپه خوله دي.

د فارس خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي: په غزه کې د صهیونیسټ رژیم وحشت او بربریت د ټولې نړۍ د سترګو په وړاندې دوام لری.

هغه زیاته کړې، د غزې په تړانګې کې د صهیونیسټی رژیم له پرله پسې جنګ له ۱۶۷ ورځو تیریدو وروسته هم نړیوالې غونډې د خپلو دریځونو په اعلانولو او بیانولو پورې د دوی نظرونه محدودې کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي: په دې ورځو کې یو له دردونکو خبرونو څخه په پرله پسې څلورمه ورځ د اشغالګرو پوځیانو لخوا په غزه کې د شفا روغتون محاصره او د هغې د یوې ودانۍ سوځول دي.

د هغه په وینا د تاریخ ژبه د دې ټول وحشت بیانولو توان نه لري.

 

ټیګونه