Mar 22, 2024 13:02 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان : د بنیامین نتانیاهو د واکمنۍ دوره پای ته رسیدلې

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وایي، د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو د واکمنۍ دوره پای ته رسیدلې او یواځې د خپلې بقا لپاره لاس او پښې وهي.

د صد او سیما خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان تېره شپه د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلفوني خبرو کې ویلي: نړۍ په دې پوهیږي چې د نتانیاهو کار پای ته رسیدلی او یواځې د خپلې بقا لپاره لاس او پښې وهي.

نوموړي زیاته کړه: لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم  تاکید کړی وو، د خلکو په کلک دریځ  او د فلسطینیانو په مقاومت سره، د اسرائیلو رژیم د غزې د جنګ په ګړنګ کې را ګیر دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د فلسطین په اړه په نړیوالو غونډو کې د فعال ګډون په شمول د ایران د اسلامی جمهوریت د وروستیو مشورو او ډیپلوماټیکو اقداماتو په اړه هنیه ته خبر ورکړ.

په ورته وخت کې امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا باندې سخته نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د غزې او د اردن د سیند لویدیځې غاړې ته د بې کوره خلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو د بندولو په برخه کې دې د مسؤل ارګان په توګه فوري اقدام وکړي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ چېي له کوم محدودیت پرته باید د غزې ټولو اوسیدونکو ته په بیړني ډول بشري مرستې ورسول شي.

د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم په دغه ټلیفوني اړیکه کې د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر او ولسمشر ته د سلامونه او د دوی په ګډون د ایران ټولو وګړو ته د روژې مبارکې میاشتې او نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ د غزې په اړه وروستي سیاسي تحولات شریک کړل.

د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر د صهیونیسټی رژیم د جنګ او نسل وژنې پر وړاندې د مقاومت د جنګیالیو د لوړې روحیې په ډاډ څرګندولو سره ټینګار وکړ چې د غزې د ماشومانو د خوارځواکۍ، لوږې پر وړاندې باید نړیواله ټولنه د بشر دوستانه مرستو په لیږد کې بیړنی اقدام وکړي.

 

ټیګونه