ایران په مسکو کې ترهګریز برید وغنده
Mar 23, 2024 05:26 Asia/Kabul
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې ترهګریزې پېښې ته په اشارې ویلي، له ترهګرۍ سره اغیزمنه مبارزه د نړیوالې ټولنې جدي اقدام ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان په خپل ایکس پاڼه لیکلي: زه په مسکو کې وروستی ترهګریز عمل په کلکه غندم، د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم، د دغې غمجنې پېښې له امله خپل همکار سرګي لاوروف، د روسیې حکومت او خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.
هغه زیاته کړې، له ترهګرۍ سره ګډه او اغېزمنه مبارزه د نړیوالې ټولنې جدي او بې توپیره اقدام ته اړتیا لري.
تیره شپه مسکو کې د یوه کنسرت تالار ته د داخل شویو وسله والو په بریدونو کې څلوېښت تنه وژل شوي وو او تر سلو زیات ټپیان دي.
ټیګونه