Mar 25, 2024 06:08 Asia/Kabul
  • نړیوالې ټولنې دې په غزه کښې د جنایتونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي

ایران او عمان په غزې تړانګې کښې د جنایتونو د مخنیوي لپاره د نړیوالو ټولنو د دخالت په ضرورت ټینګار وکړ.

ایران او عمان په غزې تړانګې کښې د جنایتونو د مخنیوي لپاره د نړیوالو ټولنو د دخالت په ضرورت ټینګار وکړ.

د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې، د فلسطین د مظلومو خلکو خلاف په تیره بیا په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم د لازیاتو جنایتونو او نسل وژنې د مخنیوي په موخه د نړیوالو ټولنو د چټک او جدي دخالت په ضرورت ټینګار کړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې، «حسین امیرعبداللهیان» او «بدربن حمد البوسعیدي» پرون په ټیلیفوني خبرواترو کښې، په غزه کښې د نسل وژونکي صهیونیسټي رژیم د جنایتونو دوام په تیره بیا د شفا روغتون په محاصره کولو او هلته د موجودو ناروغانو او ډاکټرانو په وژلو کښې د نیواکګر صهیونیسټي رژيم غیرانساني او بوږنونکي اقدامات وغندل.

«حسین امیرعبداللهیان» او «بدربن حمد البوسعیدي» په یادو ټیلیفوني خبرو کښې همداشان د ایران او عمان مخ په ودې اړیکو ته په اشارې سره، د دوه اړخیزو اړیکو او همداشان د سیمه ایزو او نړیوالو ملګرتیاؤ جاري ساتلو او پياوړتیا ته د دواړو لورو په ارادې باندې تاکید وکړ.

د ویلو ده چې د ایران او عمان اړیکې له تیرو څو لسیزو راهیسې د متقابل احترام او ګټو په بنیاد ولاړې دي.

 

ټیګونه