ایران د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د صهیونیسټي رژیم د غړیتوب لغوه کېدو غوښتنه وکړه
د ایران د روغتیايي برخې عمومي مشر د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وغوښتل چې په غزه کې د ناوړه روغتیايي وضعیت اعلانېدو ترڅنګ، په دې سازمان کې د صهیونیسټي رژیم غړیتوب ډېر ژر وځنډوي او یا یې د اړتیا په صورت کې لغوه کړي.
د ایران د روغتیايي برخې عمومي مشر محمد رئیس زاده له ایسنا سره په خبرو کې، پر الشفاء روغتون د صهیونیسټي رژیم پوځي عملیاتو او د خلکو زیان رسولو ته په اشارې سره وویل: د نړۍ روغتیايي ټولنه باید په دې برخه کې مناسب غبرګون وښيي.
د ایران د روغتیايي برخې عمومي مشر د دې په بیان سره چې د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم د ښځو، ماشومانو او ناروغانو پر وړاندې له جنایت سربېره، په نړۍ کې د خلکو روغتیا ته زیان اړولی دی، زیاته کړه: د روغتیا د نړیوال سازمان یوه مهم دنده، د نړۍ د خلکو روغتیا او سلامتي ده.
پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه بریدونو په دوام کې، د غزې په الشفا روغتون کې ۱۸۰ تنه ناروغان، روغتیايي کارکوونکي او فلسطیني کډوال په شهادت رسېدلي دي.