Mar 28, 2024 12:39 Asia/Kabul
  • د هیموفیلي ناروغانو لپاره د ایراني فکتور ۸ هیله بخښونکی درمل

پارس ټوډې- د یوه ایراني پوه بنسټه کمپنۍ متخصصین پر دې بریالي شوي، چې د نوي ترکیب فاکتور اته درملو د تخنیکي پوهې له سیمه ایز کولو وروسته، د دې درملو د صنعتي تولید لړۍ پیل کړي. دا ایراني درمل، د مشهور بېلګو برعکس، د سالمو خلکو د وینې له پلازما څخه نه ترلاسه کېږي او په پایله کې د ناروغۍ د لیږد لامل نه ګرځي.

د فکتور اته درمل، د هیموفیلي ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېږي. هیموفیلي یو جنیټیکي اختلال دی، چې د وینې بهېدلو په جریان کې، د وینې د بندولو لپاره د بدن پر وړتیا اغېزه کوي.

د کارپوهانو په آند، هغه آته فاکتور درمل چې ایران ته واردېدل، پلازمايي وو، چې د سالمو خلکو له پلازما څخه ترلاسه کېدل، چې له ځان سره یې د ناروغۍ د انتقال خطر هم درلود. هغه څه چې په ایران کې تولېدېږي، په بدن کې د فاکتور آته په څېر طبیعي تولید دی، چې د ناروغ په وسیله ډېر کم تحریک رامنځته کوي.

فاکتور آته، هغه درمل دی چې د روغتیا نړیوال سازمان د اړینو درملو په لیست کې ځای لري، چې د روغتیايي برخې مهم درمل هم ګڼل کېږي.

د درمل جوړولو صنعت، هغه صنعت دی چې د ایران اسلامي جمهوریت ورباندې ډېره پانګونه کړې ده. د اسلامي انقلاب له بریا وړاندې، کورني شرکتونو د ایران شل سلنه درملیزې اړتیاوې پوره کولې او ۸۰ سلنه واردات وو او یا هم څو میلیتي شرکتونو تولیدلو؛ مګر نن ورځ د ایران ۹۹ سلنه درملیزه اړتیا، په دننه ایران کې پوره کېږي.

له هغه ځایه چې د درمل جوړولو صنعت د خلکو له روغتیا سره تړاو لري، هغه هېوادونه چې د درمل جوړولو په  صنعت کې لوړ لاس لري، لوړ ځواک او قدرت هم لري او حتی د اړتیا په وخت کې، کولای شي له دې قدرت څخه اوزاري ګټه هم پورته کړي، لکه په درملیزه برخه کې پر ځینو هېوادونو د امریکا بندیز.

ټیګونه